انقره 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد ن??از شريف د زيارت په ورځ د تركيې د وړومنبي اولس مشر او د آزادې د جنګ لوي لارښود مصطفٰي كمال اتاترك مزار ته لاړو او هغه ته ئې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې?? وزيراعظم محمد ن??از شريف د بابائے ترك په مزار د ګلونو څادر وغوړولو او د احترام په توګه ئې هلته يوه دقيقه خاموشي اختيار كړه۔ د دې نه پس وزيراعظم د لوي لارښود په ادېره اېښودې شوي كتاب كښې خپل تاثرات وليكل په كومو كښې چې وزيراعظم په هېواد كښې د خوشحالې او جمهوريت په قوي بنياد اېښودو په غوره الفاظو هغه ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع د پېټروليم او قدر??ي وسيل?? وفاق?? وزير شاهد خاقان عباسي٬ د تجارت وفاقي خرم دستګير او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري وو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار