اسلام آباد 09ستمبر (اے ??ي ??ي) په برتانيه كښې د پاكستان هائي كشمنر محمد نفيس زكريا وئيلي دي چې د برتانيې د پارلمان غړي په مقبوضه جمو او كشمير كښې د هند ظلمونه په موثر توګه په ډاګه كوي٬ دوي د كشميريانو بشري حقونه باوري كولو لپاره ملګرو ملتونو ته خطونه هم لېږلي دي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خب??و كښې ده ووئيل چې د برتانيې د پارلمان 78 غړو په مقبوضه كشمير كښې په اندېښمن صورتحال تف??يل?? خب??ې كړې دي او هغوي په سوشل مېډيا ه?? د دې مسئلې اهميت په ډاګه كوي۔ ده ووئيل چې نړيواله ټولنه هم په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو پرله پسې غندنه كوي٬ چرته چې د تېرو 35 ورځو نه كرفيو ده۔ ده ووئيل چې په دې اړه په برتانيه كښې د دولس ن?? زياتې مظاهرې شوې دي۔ د پاكستان سفير ووئيل چې هغه په برتانيه كښې د نورو هېوادونو سفيرانو سره پرله پسې په رابطه كښې دے او دوي ته وائي چې هند د ټولې منطقې سلامتيا په داؤ لګولې۔
په برتانيه كښې د پاكستان هائي كشمنر محمد نفيس زكريا نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار