د پنجاب او خېبرپښتونخوا حكومتونه دې د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره خپلې آئيني او قانوني ذمه وارۍ پوره كړي٬يو څو فساديانو له تحفظ وركولو څخه دې ډډه وكړي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله پرېس كنفرنس


اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان په دې خبره زور راوړے چې پنجاب او خېبرپښتونخوا حكومتونه دې د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره خپلې آئيني او قانوني ذمه وارۍ پوره كړي٬يو څو فساديانو له تحفظ وركولو څخه دې ډډه وكړي٬كه داسې ونه شوه نو د دې آئيني اثرات به مرتب شي٬سپريم كورټ او نور عدالتونه دې د دې معاملې نوټس واخلي٬د پي ټي آئي لانګ مارچ نه دے بلكې كے پي كے او پنجاب په وفاق بريد كونكې دي ٬د انقلاب دعوی كونكې كس د خپلې خوښې د دروغو يو اېف آئي آر درج نه كړے شو ٬بايد هغه ته خپل حېثيت معلوم شي۔د نهې په ورځ د پي ټي وي په هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د صوبائي حكومتونو په ډاډګيرنه او د پوليس په حفاظت كښې فتنه فساد مارچ او احتجاج كېږي٬يو څو كسان په ګاډو كښې راځي٬ګاډې په سړك اودروي او د ټائيرونو په سوځولو ټول سړك بند كړي٬بيا د هغې وېډيو د ګوند مشرتابه ته لېږي چې د اولس سمندر په احتجاج دے دغسې وګړي روغتونونو ته٬ماشومان سكولونو ته او نور وګړي پخپل غم او خوشحالو كښې ګډون نشي كولے ۔ده ووئيل د اولس تحفظ د پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو ذمه واري ده د كورنيو چارو وزارت د كے پي كے او پنجاب پوليس ته په تحريري توګه وئېلي دي چې نن درېمه ورځ ده د يو څو كسانو د احتجاج په وجه ګڼ شمېر وګړي ستونزو سره مخ كېږي٬صوبائي حكومتونه دې خپله آئيني او قانوني ذمه واري پوره كړي كه داسې ونشوه نو آئيني اثرات به رامخې ته شي٬ ده ووئېل سترې محكمې او د دواړو صوبائي حكومتونو عدالتونو ته اپيل كوو چې د دې معاملې نوټس واخلي ٬ دا د آئين او قانون خلاف ورزي ده۔ده ووئيل مونږ به وئېل چې دا فتنه او فسادي دﺀ٬نن زمونږ خبره ثابت شوه چې هغوي عام وګړي تنګوي٬په پنجاب او كے پي كے څخه د وګړو ستونزې زياتوي٬اولس دغه فتنه او فساد مارچ رد كړے ٬ده ووئيل د پنجاب او كے پي كے په ټولو ضلعو كښې يو څو كسان د دې احتجاج برخه دي ٬ده ووئيل د دې صورتحال سخته غندنه كوو٬دواړه صوبائي حكومتونه دې قامي سترې لارې او موټروے عام وګړو لپاره پرانځي٬ ده ووئېل فسادي او شرخوښي عناصر كوم چې د اولس د ستونزو سبب ګرځي٬په ضد به يې كاروائي كولې شي٬ده ووئيل د وزيراعظم او اتحادي حكومت د اړخه اولس څخه معذرت كوم او هغوي له باور وركوم چې دا صورتحال به ډېر وخت نه وي۔ده ووئيل فساديانو او شرخوښو له خبردارے وركوم چې د اولس د ردعمل څخه ځان بچ اوساتي او كه هغوي په دې پوهه نه شو نو بيا به د پټېډو ځاے نه مومي۔ده ووئيل د آئين او قانون له مخې په امن ناك احتجاج دې هغوي خپله خبره وړاندې كړي۔۔ده ووئيل نيازي صېب خپلو سياسي هلو ځلو له د جهاد نامه وركړې۔ده ووئيل د وزيرآباد په پېښه كښې ملزم نويد هم اصلي ملزم دے٬په دې كښې كوم بل ملزم نشته۔ده ووئيل د بريد كونكي د ټېليفون څخه چې كوم څه ترلاسه شوي هغه زيات اثر لري۔ده ووئيل دغه ملزم د كوم سياسي يا مذهبي ګوند سره تعلق نه لري٬هغه زيات وخت په سعودي عرب كښې ؤ ٬درې ورځې وړاندې يې وسله اغستې وه۔٬ ده ووئېل فواد چوهدري به وئېل چې اېف آئي آر د مدعي د خوښې نه غېر نه كېږي٬د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فائل ورك روان دے٬د دې نه پس به معلومه شي چې چا څه څه وئېلي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې وفاقي كابينې له به په دوه صوبو كښې د ګورنر راج لګولو پريكړه په اتفاق سره كول وي٬امير مقام د كابينې غړے دے٬ د هغه رائے لويې اهميت لري۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجاب ګورنر له اېف سي او رينجرز وركوو۔ده ووئيل د وزيراعظم د اړخه خط چيف جسټس ته ليكلے شوے٬د ارشد شريف قتل په حقله د كېنيا څخه بېرته راغلې ډلې سره ملاقات شوے٬د ډېرو څيزونو انكوائري كېدونكې ده٬ډلې ته وئېلي شوي چې دوبئي ته لاړه شي او هلته خپلې پلټنې وكړي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس