اسلام آباد۔17مارچ (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي هېواد د روانو ستونزو څخه ويستلو له به ټولو سياسي مشرانو له اجتماعي فكر كول وي ٬ د معاشي چارو د ښه كېدو په ځاے خرابېدل اندېښمن دي٬ مخالفې ډلې ته يو وارې بيا بلنه وركوؤ چې هغوي د هېواد او اولس بهترۍ له مونږ سره كښېني۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ آف پاكستان ګولډن جوبلي دستورو په وروستۍ ورځ ده ووئيل په دې زړه پورې دستورو كولو د سېنېټ چيئرمېن٬ د ده ډله ٬ د سېنېټ سېكتر ٬ پروټوكول سېكشن او د ميډيا سېكشن په شمول ټول د مباركۍ مستحق دي٬ دوي ته د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كوؤ۔ ده وئيل مونږ د سېنېټ مهم فورم څخه يو وارې بيا د دې لوظ پخلے كوؤ چې پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولو او د پاكستاني اولس په ژوند كښې آسانۍ رامخې ته كولو له به ټولو سياسي قوتونو له د پاكستان سياسي او معاشي استحكام لپاره خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د بده مرغه دلته حالات د ښه كېدو په ځاے خرابېدو پلو روان دي۔ ده ووئيل د پاكستان معاشي صورتحال ٬ كرنسي او معاشي نمو ستونزو سره مخ پاتې شوې او د دې لوي سبب سياسي عدم استحكام دے او سياسي عدم استحكام د غېر آئيني لاس وهنې د لاسه رامخې ته شوے ۔ ده ووئيل دوه وارې د هېواد په تاريخ كښې آئين معطل او آمرانه راج نافذ پاتے شو۔ ده ووئيل مونږ له به د دې هم جاج اخستل وي چې په هېواد كښې مارشل لاﺀ ولې نافذ شوه۔ ده ووئيل مونږ له به د تېر وخت څخه زده كړه كول وي۔ مونږ له به په خپلو رويو كښې سنجيدګي رامخې ته كول وي٬ د يو بل ګرېوان ته لاس اچولو سره به دا رياست او ادارې لا كمزورې شي۔ ده ووئيل دا خبره ډېره د خفګان ده چې په دې موقع اپوزيشن په دې دستورو كښې ګډون ونه كړو٬ مونږ هڅه وكړه بياهم دا د هغوي خپله پرېكړه وه كه هغوي مونږ سره وو نو دا به ډېره د خوشحالۍ خبره وه او اولس ته به د د دې يو ښه پېغام تلے ؤ ۔ ده ووئيل اپوزيشن ته په دې ايوان كښې پېغام وركوؤ چې هغوي د هېواد لپاره يو شي ٬ په يو بل كښې دې ښې خبرې ولټوي ٬ كمۍ او كمزورۍ دې ختمې كړي دغسې چې راتلونكې 50 كاله د سوكالۍ او پرمختګ وي۔
ټولو سياسي قوتونو له به سياسي او معاشي استحكام لپاره خپل كردار ترسره كول وي٬ اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔