اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پی پی)د هېواد ټولو سياسي ګوندونو لارښودو د كشمير په مسئله د حكومت ملاتړ كولو له سره په مقبوضه كشمير كښې د هندي حكومت د غېر انساني رويې او ظلم غندنه كړی او د كشميريانو لپاره د حق خود اراديت بشپړه ملاتړ كولو سره ئې وئېلي دي د دې مسئلې كوم پوځي لاره نشته بلكې د كشميري اولس ترمخه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو عملدرآمد سره دا مسئله هوارېدې شي۔د ګل په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ غونډه كښې سياسي لارښودو د كشمير په مسئله او د لائن آف كنټرول په وضعه د شريك غبرګون عزم له څرګندونه كړی ده ٬د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمين بلاول بهټو زرداري ووئيل پھ ځينو مسئلو اختلافات لرلو باوجود زمونږ ګوند ??ه لائن آف كنټرول د هندي جارحيت او د كشمير په مسئله د حكومت ملګرتيا كوي۔د?? ووئيل د پاكستان او هند اړيكو لپاره دا يو مهم موړ دے او يو موټې كې??و نه پس پاكستان د هندي جارحيت مقابله كولې شي۔د?? ووئيل د كشمير مسئله پوځي هوارے نه لري ٬ده په دې مسئله وزيراعظم له د بشپړه ملاتړ باور وركولو سر?? ووئيل مونږ ټول په ګډه كار كولو له چمتو يو۔د پي ټي آئي لارښود شاه محمود قرېشي ووئيل د حكومت سره زمونږ د ګوند اختلافاتو لرلو باوجود نړۍ او هند ته ښكاره پیغام وركولو لپاره كنفرنس كښې ګډون كړی او د كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له مونږ ټول يو موټې يو۔د?? ووئيل عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وزيراعظم خطاب د ستائنې وړ دے۔د?? ووئيل هند سره اړيكو ښه والي له د مسلم ليګ(ن)حكومت د اقتدار راتللو نه پس مثبت ګامونه پورته كړي خو د هندي حكومتي د اړخه د دغې جذبې نه څرګندونه د افسوس وړ ده۔د سندھ طاس لوظ نامې پھ حقله شاه محمود قرېشي ووئيل د كارګل پېښې په مهال هم دا لوظ نامه نه وه ځپلې شوې٬ د هندي حكومت رويه غېر ذمه واره ده۔د جماعت اسلامي امير سراج الحق پھ دې مهم وخت كښې د كنفرنس په كولو وزيراعظم له مباركي وركړه۔د?? ووئيل د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وزيراعظم خطاب د پاكستان اولس د هيلو عكاسي ده۔ مونږ د حكومت٬وسله والو ځواكونو او پاكستان سره ولاړ يو۔د جے يو آئي(ف)مشر مولانا فضل الرح??ان ووئيل د ټول قام اجتماعي غږ او عزم د وخت ضرورت دے۔ده په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم په سياسي٬سفارتي كچه رامخې ته كولو په حاجت زور راوړو۔د?? ووئيل د نړۍ مهمو هېوادونو ته د وزيراعظم د خاص استازو لېږلو اقدام د ستائنې وړ دے۔د?? ووئيل د پارل??ان شريكې غونډې لپاره د وزيراعظم پريكړه د ستائنې وړ ده كومه چې په مناسب وخت رابللې شوې ده
د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ غونډه كښې سياسي لارښودو د كشمير مسئله او د لائن آف كنټرول په وضعه شريكه غبرګون له د عزم څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی