اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي)د پاکستان ټورازم ډوېلپمنټ کارپورېشن (پي ټي ډي سي) پاکستان رېلویز او هیومن رائټس ډویژن په مرسته به د 22م دسمبر څخه “همېشه رهے سلامت پاكستان ټرېن” چلولې شي٬ د رېل ګاډي چلولو مقصد د پاكستان د اولس ترمېنځه مذهبي همغږي رامخې ته كولو سره سره د قائد اعظم محمد علي جناح د زېږدنې ورځ لمانځل هم دي۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق به د رېل پرانسته كوي۔ پېنډۍ څخه مزل پېل كوٶنكې رېل به د پېښور د لارې په 31 دسمبر كراچۍ ته رسي۔ په ټرېن كښې د سېلګرۍ ډبۍ د پاكستان ټورازم كارپوېشن جوړې كړې دي او ورسره ورسره د هېومن رائټس ډويژن ډبۍ به هم ملګرې وي۔ د سره د څلورو واړو صوبو ګلګت بلتستان او آزاد كشمير ډبۍ به هم د رېل ګاډي برخه وي۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی