اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان تاريخي پېکج وركړے٬ اپوزيشن ته د نرخونو په كمولو تكليف رسېدلے۔ د شورو په ورځ د هېواد په سياسي وضعه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل بلاول دې وړومبې الېكشن وكړي٬ د اولس په مسئلو دې پوهه شي بيا دې خبرې كوي٬ د ماضي واكمنو د اولس اربونه روپۍ په شاهي خرڅونو لګولې٬ په تېرو دورونو كښې په نجي دورو اربونو روپۍ لګولې شوي۔ ده ووئيل د کرونا په مهال يو كروړ 60 لكه كورنيو ته 12 زره روپۍ د كورنۍ په سر وركړې شوي٬ ده ووئيل وړاندې به د ډو مور غوښتنه كېده، اوس وزيراعظم عمران خان وائي اېبسلوټلي ناټ، وزيراعظم د آزاد او خپلواكه رياست د مشر په حېث پرېكړې كوي۔ ده ووئيل د ماضي واكمنو د هېواد اكانومي او خزانه په آئي سي يو كښې پرېښودې وه او وزيراعظم عمران خان هېواد د آئي سي يو نه رابهر كړے او ورته ئې استحكام وركړے۔ ده ووئيل د نړيوالې مجلې او رپورټس كښې د پاکستان د ډيفالټ كېدو عنديه وركړې كېده٬ ھغه د ډيفالټ كېدو نه بچ كړې شوې
وزيراعظم عمران خان تاريخي پېکج وركړے٬ اپوزيشن ته د نرخونو په كمولو تكليف رسېدلے ۔ وفاقي وزير مراد سعيد
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ