اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي) کابینه ډویژن د 24 وزيرانو ، 2 وزير مملکت او د دوو صلاحكارانو د وزارتونو نوټیفکیشن جاري كړے ۔ د نهې په ورځ جاري شوي نوټیفکیشن له مخې خواجه محمد آصف ته د دفاع وزارت ، احسن اقبال ته د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات ، رانا ثنا اللہ ته د كورنيو چارو ، رانا تنویر حسېن ته د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربیې ، مرېم اورنګزیب د اطلاعات او خپرونو ، خواجه سعد رفیق ریلوے اینډ ایوی ایشن، سید خورشید احمد شاہ د اوبو وسائلو ، سید نوید قمر ته د تجارت، شیری رحمان ته د موسمی بدلون ، عبد القادر پټیل ته قامي صحت، شازیه مري ته د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ، سید مرتضی محمود ته د صنعت او پیداوار، ساجد حسین طوری ته د سمندر پورې پاكستانيانو اینډ هیومن ریسورس ډویلپمنټ، احسان الرحمٰن مزاری ته د بشري حقونو ، عابد حسین ته د نجکارۍ ، اسد محمود ته مواصلات، عبد الواسع ته ھاؤسنګ اینډ ورکس، مفتی عبدالشکور ته د مذهبی چارو ، محمد طلحه محمود ته سیفران ، سید امین الحق ته د انفارمېشن ټیکنالوجي ، سید فیصل علی سبزواري ته د سمندري چارو ، محمد اسرار ترین ته دفاعی پیداوار، نوابزادہ شاہ زین بګټی ته د منشیات مخنيوي ، سنېټر اعظم نذیر تارړ ته د قانون او انصاف او طارق بشیر چیمه ته د قومی تحفظ خوراك او تحقیق وزارت سپارلے شوے ٬ دغسې وزير مملکت كښې ډاكټر عائشه غوث پاشا د خزانې او محصولات، حنا ربانی کھر د خارجه چارو وزیر مملکت مقرر کړے شوي ۔يو بل نوټیفکیشن له مخې وزیراعظم شهباز شریف مفتاح اسماعیل د خزانې صلاحكار او قمر زمان کائرہ د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار مقرر کړے شوي ۔د دواړه صلاحكارو چوكۍ به د وفاقی وزیر برابر وي
کابینه ډویژن د 24 وزيرانو ، 2 وزير مملکت او د دوو صلاحكارانو د وزارتونو نوټیفکیشن جاري كړو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ