اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د رمضان المبارك مياشت د ر??مت??نو او بركتونو مياشت ده۔ په دې كښې ټوله نړۍ كښې مسلمانان د لوئے څښتن عبادت كوي۔ دا مياشت د نېكۍ او اعتدال خوښۍ درس وركوي۔ د روژې مباركې مياشتې په پېل خپل پېغام كښې سپيكر ووئيل په دې مباركه مياشت كښې دټولنې د بې وسه وګړو مرسته كولې شي او د هغوي حاجتونه ترسره كولې شي۔ ده ??وئيل دا مياشت مونږ ته دا موقع راكوي چې د لوئے څښتن نه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړو۔ ده ??وئيل دې مياشت كښې بايد مونږ بل لپاره احساس او نورو سره د مرستې كولو جذبه پېدا شي۔ ده ??وئيل بايد مسلمانان په دې مياشت كښې د هغه انتها خوښو غندنه وكړي څوك چې اسلام د يو ترهه ګر اوعسكريت خوښي مذهب په توګه وړاندې كوي۔ ده ??وئيل حاجت دې خبرې ته دې چې مسلمانان د شرخوښي عناصري په ضد يو موټي شي كوم چې د اسلام په نامه كركه خپروي او د خپلو شيطاني خيالاتو د لارې خپل سياسي مقصدونه ترلاسه كوي۔ ده دعا وكړه چې دا مياشت ټولې نړۍ له د امن او خوشحالۍ سوب وګرځي۔ دغسې دې مياشت كښې بغاوت ٬ فرقه واريت او د اسلامي نړۍ ترم??نځ?? بدامني ختمه شي او نړۍ كښې امن او سكون راشي۔ او دا مياشت د ن??ۍ امن او سكون له سوب وګرځي۔
رمضان المبارك د رحمتونو او بركتونو مياشت ده۔ دا مياشت د نېكۍ او اعتدال خوښۍ درس وركوي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د رمضان المبارك مقدس مياشتې په پېل پېغام
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا