اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزارت وفاقې سېكتر احمد نواز سکھېرا اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ت?? وئيلي دي وزارت په ميډيا د بنديزونو پ??قله يو ګام هم نه دې پورته كړې ٬ پي ټي وي ټولو سياسي ګوندونو ته سپېځلې او يو برابر كورېج وركوي۔ د كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د سناتور فېصل جاوېد په مشرۍ كښې وشوه چې كښې د پرنټ او الېكټرانك ميډيا پ?? بنديزونو د ميډيا د اندېښنو پ??قله خبرې وشوې٬۔ په غونډه كښې سناتورانو مولا بخش چانډیو اوروبینه خالد ګډون وكړو۔ په دې موقع د پاكستان فېډرل يونين آف ژورناليسټس صدر افضل بټ او د پېنډۍ اسلام آباد يونين آف ژورنالېسټس صدر مبارك زيب خان كمېټۍ د الېكټرانك او پ??نټ ميډيا د بنديزونو د معاملې پحقله د خپلو اندېښنو نه خبره كړه۔ مبارك زېب كمېټۍ ت?? ووئيل په ځينو سيمو كښې د ډان ورځپاڼې وېش متاثره شوې بايد كميټي د معاملې هواري لپاره امر جاري كړي۔ د اطلاعات سېكتر احمد نواز سکھېرا كمېټۍ ت?? ووئيل وزارت په ميډيا د بنديزونو پ??قله يو ګام هم نه دې پورته كړې ٬ پي ټي وي ټولو سياسي ګوندونو ته سپېځلې او يو برابر كورېج وركوي۔ د كمېټۍ چيئرمېن امر وكړو چې دا معامله دې وفاقي كابينې ته ول??ږل?? شي دغسې چې كابينه د دې صورتحال جاج واخلي۔ د پېمرا چیئرمېن سلیم بېګ كمټۍ ت?? د ټولټاكنو كورېج لپاره د ضابطه اخلاق نه خبر كړه۔ كمټۍ په ميډيا د بنديزونو په معامله غور لپاره د اګست په وړومبنۍ اوونۍ كښې د غونډې رابللو پ??ېكړه وكړه۔
اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina