اسلام آباد 18فروری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د ډان ورځپاڼې لخوا د پېټرولو بيعې د زياتوالي اثرات او د خزانې وزارت وياند د فيك اكاؤنټ څخه د ټوېټ په اړه خبر په وړومبي مخ په ځانګړي انداز خپور كړے شوے خو نن په دوهمه ورځ يې يو څو كرښې بخښنه په دننه پاڼه په غېر ځانګړې انداز شائع كړې۔د ورځپاڼې دا رويه د صحافت د آزادۍ منافي ده۔وفاقي وزير په خپل ټوېټ كښې ووئيل دا وړومبۍ موقع نه ده چې ډاڼ د فيك سوشل مېډيا په بنياد وړومبۍ پاڼه ډكه كړې وي۔ده ووئيل د ډان د وړومبۍ پاڼې خبرونه اوګورۍ او په دې خبر معذرت چرته چهاپ شوے ٬ دا هم كتل دي۔ده ووئيل د دې نه وړاندې ډان نيوز ورځ د فيك مېډيا قانون شائع كړے ؤ او اېډيټوريل ئې پرې هم ليكلے او تر ننه يې بخښنه نه ده غوښتې٬دا رويه د صحافت آزادۍ په ضد ده
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد