اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال په هېواد كښې اوسنې سېلاب په نظر كښې نيولو سره د دې ډول پیښو څخه بچ كېدو لپاره د نهې په ورځ نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اېن ډي اېم اے)سره په ګډه د يو جامع اېس او پيز تيارولو هدايت كړی دغسې چې د نور ځاني او مالي زيان څخه بچ شو۔وفاقي وزير دا هدايات د فلډ رېليف كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د اېن ډي اېم اے چارواكو وفاقي وزير په هېواد كښې د سېلاب تازه صورتحال څخه خبر كړو۔د بريفنګ په مهال اېن ډي اېم اے وفاقي وزير ته ووئيل چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په لاهور كښې سخت باران رېكارډ كړی شوې او اوكاړه٬ساهيوال او پنجاب په بېلو سيمو كښې هم باران رېكارډ شوې۔غونډې ته ووئيل شو چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د سېلاب څخه په مجموعي توګه 75 كسان په حق رسېدلې چې پكښې په سندھ كښې 53 ٬ كے پي كے كښې 16 ٬ جي بي كښې 5 او بلوچستان كښې دوه تنه شامل دي۔د بريفنګ په مهال وفاقي وزير د روغتيا سېكرټري ته هدايت وكړو چې هغه په ځپليو سيمو كښې په تازه صورتحال د صوبو سره په سمدستي توګه نن غونډه وكړي او بيا د شورو په ورځ دې د كمېټۍ غونډې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړي
اېن ډي اېم اے دې په هېواد كښې سېلاب په نظر كښې نيولو سره د دې ډول پیښو څخه بچ كېدو لپاره اېس او پيز تيار كړي۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو