ننكانه صاحب/اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې د د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې﴿ سي پېك﴾ ګټه به د ټول پاكستان اولس ته ??رسي۔ د خالي په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د پاكستان او چين اقتصادي لارې پشان د نړۍ لويه پروژه په حقيقت بدله شوې او دې به ټولې منطقې ته ګټه ورسي۔ وفاقي وزير ووئيل چې دا د ټول پاكستان پرو??ه ده او د دې ګټه به د ګلګت بلتستان او بلوچستان پشمول د ټول پاكستان اولس ته ??رسي۔ ده ووئيل چې په چين كښې په غونډه كښې د پاكستان د ټولو صوبو د اعلٰي وزيرانو ګډون او اطمينان دا خبره په ګوته ??وي چې اولس د دې ??روژې ترسره كولو لپاره يو موټې دے۔ ده ووئيل چې ټولې ادارې هم د دې ??روژې د ترسره كولو عزم لري۔ ده ووئيل چې د دې ??روژې كاميابې لپاره ضروري ده چې په ټول هېواد كښې امن وي٬ سياسي استحكام وي او ادارې قوي كړې شي چې دغسې د روښانه پاكستان خوب په حقيقت بدل شي۔
د سي پېك ګټه به د ټول پاكستان اولس ته ورسي۔ چوهدري برجېس طاهر
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج