اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي چې د دسمبر په مهال د هېواد په برآمداتو كښې ځانګړې اضافه شوې. د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د كبانو او اړوند مصنوعاتو، پلاسټكس، سيمنټ، كاټن فېبرك او وريژو په برآمداتو كښې تندوالې راغلې. ده ووئيل چې بنګله دېش، تهائي لېنډ، سري لنكا، مالېزيا او قزاخستان ته په برآمداتو كښې اضافه شوې ده. ده ووئيل چې په روايتي ماركيټونو كښې امريكې، چين، هالېنډ او هسپانيه ته هم په برآمداتو كښې اضافه شوې خو برتانيې، المان، افغانستان، روسيې او سعودي ته برآمدات كم شوي دي. د ميوې، سبزې او سرجيكل آلاتو په برآمداتو كښې كمې راغلې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ