اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) و??ير??عظم محمد نواز شريف د اتوار په ورځ په درې ورځنې دوره سعودي ته لاړو چرته به چې هغه په رياض كښې د امريكې عرب اسلامي هېوادونو په درې اړخيزه كنفرنس كښې ګډون كوي۔ و??ير??عظم محمد نواز شريف د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز السعود په بلنه په غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز او وړومبې مېرمن بېګم كلثوم نواز هم و??ير??عظم سره په دوره كښې شامل دي۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې به و??ير??عظم محمد نواز شريف د اسلام د امن٬ زغم او د اتحاد پېغام په ډاګه كوي۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې به و??ير??عظم په منطقه كښې د ترهګرې او د انتهاخوښې لعنت ته ماتې وركولو لپاره د پاكستان په لويو قربانيو او د دې په نتيجو رڼا اچوي۔ و??ير??عظم به د خپلې دورې په مهال د ترهګرې په ضد د نړيوال مركز د پرانستې په دستوره كښې ګډون هم كوي۔ په دې دستوره كښې به يو شمېر نړيوال مشران ګډون كوي۔ د سعودي باچا په دې كنفرنس كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ نه علاوه د 55 هېوادونو او حكومتونو مشرانو ته د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ دې كنفرنس سره به نړيوالو مشرانو ته د ترهګرې او انتهاخوښې خاتمې لپاره په بېلا بېلو طريقو د غور كولو موقع په لاس ورشي۔ ??يل?? ده چې دې كنفرنس سره به ترهګري كوم خاص مذهب٬ كلتور٬ تهذيب يا سيمې سره د تړلو رجحان ختم كړے شي۔
وزيراعظم محمد نواز شريف په درې ورځنې دوره سعودي ته لاړو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس