فېصل آباد 16 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د ټولنې وروستې پاتې طبقې ته زيات ريليف وركولو لپاره اقدامات كوو، صنعتونه پرمختګ كوي او دې سره د روزګار موقعې پېدا كېږي، اولس ته به د احساس كارډ د لارې په څيزونو سبسډي وركوو، د پي ډي اېم چې څومره خوښه وي جلسې دې وكړي، لاريونونه دې وكړي، حك??مت هېڅ خطر نه لري. د خالي په ورځ فېصل آباد كښې د رحمة للعالمين عشره په لړ كښې د جوړې شوې دستورې په مهال مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په نړيواله كچه د تېل?? په بېعه كښې اضاف?? شوې ده او دې سره د پاكستان پشمول ټول پرمختللي هېوادونه ځپل شوي دي. ده ووئيل چې كله د پېټروليم مصنوعاتو بېعې په نړيواله منډئي كښې ټيټې وې نو حك??مت هم اولس ته ريليف وركولو اوس بېعې ي?? په دو?? شوې دي نو حك??مت هم په بېعو كښ?? لږه اضافه كړې ده.
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔