اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د توان په څانګه كښې په ترجيحي بنيادونو د اصلاحاتو او د بند بجلي ګهرو زر بحال كولو لپاره د اقداماتو كولو هدايت وكړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي وزيراعظم شهباز شريف سره د توان ډويژن وفاقي وزير خرم دستګير د شورو په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې وزيراعظم د توان په څانګه كښې د ا صلاحاتو څخه خبر كړے شو. وزيراعظم د هغه د هدايت له مخې د مئي د وړومبې نېټې څخه د لوډشېډڼګ خاتمې لپاره د شويو اقداماتو د پرمختګ څخه هم خبر كړے شو. وزيراعظم د توان په څانګه كښې په ترجيحي بنيادونو د اصلاحاتو او د بند بجلي ګهرو زر بحال كولو لپاره د اقداماتو كولو هدايت وكړو.
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری