اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) پاكستان په افغانستان كښې زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان لېږلې دې۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې بيان له مخې د وزير اعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه پاكستان د افغانستان زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان لېږلې دې۔وياند په خپل يو بيان كښې ووئيل د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټي د اړخه د كھيپ بندوست شوې دې چې پكښې فېملي ترپال، كمبلې او داروګانو مشتمل نور سامان دې۔ پاكستان د افغانستان په ځينې سيمو كښې د 6.1 شدت زلزلې له امله ځپلې شوې افغان كورنيو ستونزو كمولو له د هر ممكن مرستې باور كړې دې۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی