اسلام آباد 03 نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان په لانګ مارچ كښې د ډزو د پېښې غندنه كولو سره وئېلي دي سياسي مېدان خوني مېدان جوړول نه دي پكار٬دا افسوسناكه پېښه ده چې د دې څومره غندنه وشي هم لږه ده۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل بايد پیښې ته د سياسي رنګ وركولو هڅه ونه كړې شي٬د پنجاب پوليس٬پنجاب انتظاميه٬د پنجاب استخباراتي اداره دې د پېښې پلټنو سره حقائق اولس ته وړاندې كړي۔دې ووئيل ما د اطلاعات سېنېټ قائمه كمېتۍ چيئرمېن فيصل جاوېد عكس وليدلو چې هغه ژوبل شوے ٬د هغه روغ صحت لپاره لاس په دعا يو۔دې ووئيل وزيراعظم د پېښې ابتدائي رپورټ غوښتے دے ۔دې ووئيل دا پیښه د پنجاب حكومت په حدود كښې شوې۔دې ووئيل د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د پنجاب حكومت٬د پوليس آئي جي او د پنجاب چيف سېكرټري سره په رابطه كښې دے ٬څنګه چې مصدقه اطلاع ترلاسه شي هغه به مېډيا سره شيئر كړې شي۔دې ووئيل پنجاب حكومت ته چې كوم ډول هم مرسته پكار وي وفاقي حكومت به وركوي۔مونږ د پنجاب حكومت د رپورټ په طمعه يوو
سياسي مېدان خوني مېدان جوړول نه دي پكار٬د عمران خان په لانګ مارچ د ډزو پیښه افسوسناكه ده۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرعه مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena