اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چاروو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي وفاقي حکومت د آزاد کشمیر ودانۍ او پرمختګ ته پاملرنه كوي٬ په آزاد كشمير كښې موټروېز ٬ د رېل پټلۍ ٬ شونټرپاس٬ ليپا ټنل ٬ پوهنتونونه او كالجونو جوړولو له به د فنډ وركړه باوري كوي ۔ ده دا خبرې د آزاد کشمیر کونسل نوي ??وړ كړې شوې سېكټرېټ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل وزیراعظم محمدنواز شریف د آزاد کشمیر تعمیر او پرمختګ كښې دلچپسي لري او د چيئرمېن په توګه ئې آزاد كشمير كونسل درې بجټ خپل پاس كړي۔ ده په دې موقع د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا ملګرو ملتونو كښې د كشمير كشاله په ښه ډول رامخې ته كړې او په مقبوضه كشمير كښې ئې د هندي پوځ لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو نه پرده پورته كړې كومې چې د آزاد كشمير اولس مننه كړې۔ده ووئيل محمد نواز شریف عمومي اسمبلۍ ته خپله وېنا كښې څلور ځله وېنا كړې او د كشمير د اولس د حقونو ئې بشپړه ترجماني كړې ۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي ۔ په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سېكتر د سېكټرېټ په ودانۍ بريفنګ وركړو۔ دستوره كښې د آزاد كشمير كونسل غړو پروېز اختر??عو??ن، اختر پروېز ??عو??ن او د ??خت??ر عباسي نه علاوه د آزاد كشمير حکومت د مواصلاتو وزير چوهدري محمد عزیز او نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔)
وفاقي حکومت د آزاد کشمیر ودانۍ او پرمختګ ته پاملرنه كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار