اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د هنګري خپل همڅنګ پيټر سېجارتو سره ټېلي فوني تماس نيولے دے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو٬ يوكرائن څخه د پاكستانو وګړو د انخلاء پشمول په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير په اپرېل كال 2021م كښې د هنګري خپل همڅنګ د پاكستان د نتيجې وړ دورې ذكر كولو سره ووئيل پاکستان هنګري سره د شريكې خوښې په تولو څانګو كښې د مرستې زياتولو خوښي لري۔ خارجه وزير د يوكرائن په صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه او د مذاكراتو او د سفارت كارۍ د لارې سوله ايز حل لپاره ئې د پاكستان نكته نظر واضح كړو۔ ده ووئيل د پاكستان اصولي موقف په اړوندو ګڼ اړخيزه لوظنامو٬ نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو له مخې په حل آډانه دے۔ خارجه وزير يوكرائن څخه د پاكستانو زده كوٶنكو او كميونټي په انخلاء كښې د هنګري د حكومت په مرسته كولو د خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل مونږ په يوكرائن كښې د موجودو پاکستانو زده كوٶنكو او كميونټي د غړو په آسانۍ سره د بارډر كراسنګ او سمدستي سهولتونو ته منتظر يو۔ دغسې په دې موقع د هنګري خارجه وزير د انخلاء په عمل كښې د خپل هېواد لخوا د ملاتړ او مرستې باوري وركړو
خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د هنګري خپل همڅنګ پيټر سېجارتو سره ټېلي فوني تماس ٬ په دوه اړخيزه اړيكو٬ يوكرائن څخه د پاكستانو وګړو د انخلاء پشمول په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں