اسلام آباد19جنوري (اے پي پي)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وئېلي دي خارجه سېكرټري ډاكټر اسد مجيد خان دا مهال د برسلز په سركاري دوره دے او د هغه د اروپائي ائتلاف٬بېلجيئم او لكسمبرګ كښې د سفير په توګه دور يو كامياب دور ؤ ۔د زيارت په ورځ په پرېس بريفنګ كښې دې ووئيل خارجه سېكرټري د اروپائي ائتلاف٬بېلجيئم او لكسمبرګ لارښودو او اعلٰی پاې عهديدارو سره ملاقاتونه كړي او هغوي سره يې د دوه اړخيزه اهميت په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔وياندې ووئيل خارجه سېكرټري د پاكستان بېلجيئم پارليماني فرينډ شپ ډلې چيئر سېنېټر ايليسيا كليز او د بېلجيئم فلينډرس ريجن صدر جان جيمبون سره ملاقاتونه كړي۔هغه د اروپائي ايكسټرنل ايكشن سروس سېكرټري جنرل سانينو او د لكسمبرګ خارجه وزارت كښې جنرل سېكرټري اولنګر سره هم ملاقات كړے٬ دغس ېخارجه سېكرټري د اروپائي ائتلاف سينئر عهديدارو سره هم ملاقاتونه كړي چې پكښې سائمن مورډيو چيف فارن پالېسي اېډوائزر صدر نه علاوه د اروپائي كمېشن صدر سفارتي صلاحكار فرنینټو ګیماریس هم شامل دے
د خارجه سېكرټري ډاكټر اسد مجيد د اروپائي ائتلاف٬بېلجيئم او لكسمبرګ لارښودو او اعلٰی پاې عهديدارو سره ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا