اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) سېنېټ سېكرټرېټ د كووېډ 19 په تناظر كښې د سېنېټ په غونډو كښې د ګډون په اړه معياري طريقه كار وضع كړے، چاته به هم كوم معزز غړي سره يوځاے د داخلې اجازه نه وي، د ماسك او دستانو استعمال او د كرونا وائرس ټېسټ به لازمي وي. د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د سېنېټ كوم معزز غړي سره به د يو چا د داخلې اجازه نه وي. وفاقي وزيرانو او دوهم وزيرانو ته به يو كس د ځان سره د راوستلو اجازه وي. په اېجنډا د بحث په مهال به تر ګرېډ 20 د يو افسر په ګېلرې كښۍ د كېښناستلو اجازه وي.
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria