اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي يو اړخ ته بهرنې دښمن د انډين كرانيكلز د لارې د پاكستان په ضد د دروغو معلوماتو خپرونو جرم كوي نو بل اړخ ته پي ډي اېم د دروغو په مرسته اولس مايوسۍ سره مخ كوي د دواړو د دروغو تجارت نيولے شوے دے۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې شبلي فراز ووئيل چې د تېرې شپې مناظره كښې د شاهد حاقان عباسي حالت هغه وو كوم چې د اسحاق ډار هارډ ټاك كښې وو۔ د ريښتيا په وړاندې د دوئي حالت ناوړه كېږي۔ هغه ووئيل نديم بابر د (ن) ليګي دروغ ټوټې ټوټې كړل۔ د ماتې خوړلې لوبډلې د سر لوبغاړي بې وسي او بې چارګي د كتلو وه۔ هغه ووئيل په اېكسپورټس كښې زياتوالي د تېرو 10 كلونو ريكارډ مات كړے دے۔ هغه ووئيل چې مايوسي خپرونكي عناصر به مايوسه او پېښمانه شي۔ هغه ووئيل پاكستان د عمران خان به مشرۍ كښې د پرمختګ او سوكالۍ په لاره تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے
يو اړخ ته بهرنې دښمن د انډين كرانيكلز د لارې د پاكستان په ضد د دروغو معلوماتو خپرولو جرم كوي نو بل اړخ ته پي ډي اېم د دروغو په مرسته اولس كښې مايوسۍ خپروي ۔ شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا