فېصل آباد۔26ستمبر(اے پی پی) مذهبي چارو لپاره د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل مركزي چيئرمېن علامه طاهر محمود اشرفي وئيلي دي شل کاله وروسته ، افغانستان د نړۍ لويو قوتونو ته ماتې ورکړه چې له امله ئې زمونږ په ګاونډ کښې زيات بدلون رامخے ته شوے دے كوم چې اس??ام دښمنه قوتونه او زمونږ ازلي مخالفين په كومو كښې چې هند تر ټولو لومړے دے٬ هضمولې نه شي٬ هند غواړي دلته فرقه واريت وي ٬ مونږ يو بل سره مشت او ګرېبان پاې شؤ او د يو بل مرۍ پرېكړؤ ولې علماﺀ كرامو دا سازشونه ناكامه كړي دي٬ زمونږ نظريه پاكستان د مدينې رياست دے ځكه مونږ د چا په خوښه خپله نظريه بدلولې نه شؤ٬ د بے نظیر بھټو د دور نه د احتساب نعره راروانه ده ولې تر نن ورځې په 31 كلونو كښې د كوم كېس پرېكړه نه ده اورېدلې شوې ٬ هم دغه سبب دے چې پاكستان تر دې دمه د مدينې رياست نه دے جوړ شوے٬ او دا ځكه چې مونږ ك??تاهي كوؤ٬ د اس??ام قبولولو په بل چې كله زيات شور وشو نو مونږ اولس او علماﺀ كرامو ته وو??يل چې وارخطا كېږۍ مه مونږ ناست يؤ او ټول بايد دا ياد وساتي چې پاكستان كښې به كوم هم قانون د قرآن او سنت منافي نه وي۔ د اتوار په ورځ جامع مسجد کچهری بازارفېصل آباد كښې استحکام پاکستان علما و مشائخ ک??ونشن ته خطاب كښې هغه وو??يل دا مهال چې د پاكستان كوم حالات دي او كومې چارې روانې دي هغه ښې ښكاره دي ٬ مونږ له به د خپلو دښمنانو په ضد بېدار پاتې كېدل وي ځكه چې هغوي افغانستان كښې خپله ماتې خوړل هضمولې نه شي او هغوي هر وخت په نړيوالو سازشونو كښې بوخت دي۔ هغه وو??يل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د فرنټ لائن سټېټ په توګه د 80 زره قيمتي كسانو قرباني وركړې ده په كومو كښې چې 8 زره علماﺀ كرام هم شامل دي۔ هغه وو??يل په ګرده نړۍ كښې يو سعودي عربستان دے چرته چې يو شمېر اس??امي قوانين نافذ دي ٬ پاتې 57 اس??امي هېوادونو كښې اس??امي قوانين نافذ نه دي۔ هغه وو??يل د ربيع الاول مياشت راروانه ده مونږ ټولو له به په ګډه سيرت طيبه خپلول وي۔ هغه وو??يل مونږ په سخت وخت كښې د آذر بائیجان د مسلمانانو مرسته وكړه او هم دغه سبب وو چې كله آذربائیجان آزاد شو نو دغلته د هغوي د بېرغ سره د پاكستان بېرغ هم ورپولے شو۔ هغه وو??يل اسلام د زغم او معاف كولو درس وركوي ځكه نن د مېرمنو د حقونو خبره كېږي نو مونږ هغوي ته دا و??يل غواړؤ چې د عافيه صديقي دړد ولې څوك نه محسوسوي په كومې چې هره ورځ تشدد كېږي٬ دغسې د فلسطين او كشمير په لوڼرو تشدد كېږي۔ د دوئي دړد لوئيديز ولې نه محسوسوي۔ طاهر اشرفی وو??يل نن چې د پاكستان وزيراعظم د زده كړو كوم يو ډول نصاب رائج كړے دے ځينو ته د دې نه زيات تكليف دے چې يو زده كوؤنكے به عصري زده كړو سره سره ناظره قرآن مجيد هم وائي ٬ نو مونږ ورته و??يل غواړؤ چې په يو ډول نصاب كښې د صحابه كرامو شان ٬ ختم نبوت او خلفائے راشدين ټول شامل دي ٬ چې څه وخت اس??امي نظام راشي نو د حكمران او مزدور تنخا به هم يو برابر كړې شي۔ هغه خواست وكړو چې د ټولو مسلكونو خلك دې د همغږۍ او ورورولۍ څرګندونه وكړي دغسې چې څوك زمونږ اتحاد ته د زيان رسولو ه??ت ونكړے شي۔ استحکام پاکستان علما و مشائخ ک??ونشن ته مولانا فاروق ٬ مفتي ضياﺀ مدني ٬ علامه طاهر الحسن ٬ ولانا حق نواز خالد ٬ قاري عصمت الله معاويه ٬ مولانا رياض احمد كھرل ٬ عبېد الله ګورماني او نورو علماﺀ كرامو هم خطاب وكړو۔
شل کاله وروسته ، افغانستان د نړۍ لويو قوتونو ته ماتې ورکړه چې له امله ئې زمونږ په ګاونډ کښې زيات بدلون رامخے ته شوے۔ د علامه طاهر محمود اشرفي استحكام پاكستان علماﺀ ومشاخ كنونشن ته خطاب
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا