مردان/ اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرو او قومي ورثه وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي چې د نواز شريف د پرمختګ او رڼا سفر به د عمران خان په لاسونو ودرېدو ته پرې نه ږدو٬ مسلم ليګ ﴿ن﴾ كله هم د بريدونو او يلغار سياست نه دې كړے٬ مونږ ت?? د پرچۍ او ووټ په طاقت كاميابي ترلاسه كړې٬ مخالفين د برچۍ او انتشار د سياست ??برې كوي٬ په رائيونډ بريد كښې د ناكامې نه پس په اسلام آباد بريد كوونكې عمران خان به د اكتوبر په 30مه نېټه هم ناكام شي٬ د سازشونو او يلغار سياست كوونكي د پاكستان همدرد نه شي كېدے٬ اولس به د دوي څخه د كال 2018م په ټولټاكنو كښې په شېر مهر لګولو سره بدل اخلي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په شېرګړھ مردان كښې اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د اولس جوش او جذبه لېدلو سره زما زړه غواړي چې سپينې خبرې وكړم او داسې كول هم پكار دي۔ يو پاكستانې بل سره د زړ?? خبرې كوي ځكه چې زمونږ غم او خوشحالې يو دي٬ ده ووئيل چې زمونږ او د اولس رشته د غم او خوشحالې ده٬ نواز شريف درې وارې د هېواد خدمت كړے٬ څوك هم دا نه شي وئيلې چې د نواز شريف په سياست كښې د هېواد خدمت نه دې شوے۔ نواز شريف خپل ارام د هېواد په اولس قربان كړے۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ مشران او نواز شريف زندانونو ته تللي ديِ٬ خو د انتشار او په كورونو د بريدونو سياست ??ې نه دې كړے٬ مونږ د اولس د رايو انتظار كړے۔ ده ووئيل چې اولس په خېبر پښتونخوا كښې عمران خان وټاكلو٬ اكثريت ئې نه لرلو٬ مونږ عمران خان ته د حكومت جوړولو موقع وركړه٬ مونږ د خپل قائد په اشاره په صوبائي اسمبلۍ كښې خپل اكثريت ثابتولې شو خو مونږ د انتشار سياست نه غواړو او تحريك انصاف ته موقع وركوو چې اولس سره كړي لوظونه پوره كړي۔ ده پوښتنه وكړه چې آيا ستاسو سكولونه او روغتونونه سم شول۔ ده ووئيل چې اوس وائي چې ونې كرو خو د اټك د پل نه تر مردان ئې يوه ونه هم ونه كرله۔ ده ووئيل چې مونږ تر ټولو زيات ضرورت امن ته لرو۔ د هېواد نه بهر او دننه امن پكار دے او دا امن يوازې وزيراعظم نواز شريف راوستلې شي ځكه چې هغه ته د دې اهميت معلوم دے۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې امن او د رڼا او موټروېز د لارې يو بل رانزدې كول د نواز شريف اېجنډا ده۔
د اطلاعاتو٬ خپرو او قومي ورثه وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد په مردان كښې اولسي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو