اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د عاشور ورځ په موقع د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د محرم الحرام د پيغام په اهميت زور راوړلو سره په علمائے کرام او مذهبي لارښودو زور راوړو چې امن، ايثار اتحاد او روادارۍ ته وده وركړي۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ ?? اړخه جاري شوې بيان كښې سردار اياز صادق دا خبره رامخې ته كړه چې مسلمانان د كربلا د شهيدانو جذبه ايثار او قرباني خپلولو سره په موجو??ه چيلنجونو قابو موندلې شي۔ ده په خپل پيغام كښې د كربلا پېښه د ايمان، شجاعت او شهادت ??ان??ړې ثبوت وګرځولو ، د كومو اقدارو چې قرآن پاك كښې تاکيد شوې۔ده مسلمانا??و ته اتحاد ته د ودې وركولو اپيل كولو سره ووئيل يواځې يووالي او ورورولۍ د لارې د کميونټي مسئلې حل كيدې شي۔ کشمير او فلسطين كښې د جاري جارحيت ذکر کولو سره سردار اياز صادق په بے ګناه وګړو د روانې رياستي ترهه ګرۍ غندنه وكړه۔ده ووئيل تيرو 9 مياشتو په مهال د اسرائيل کارروائيو په نتيجه كښې 40 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوې چې پكښې ماشومان ، ميرمنې او مشران وګړي شامل دي۔ دغسې د کشمير په خراب صورتحال رڼا اچولو سره د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل په غير قانوني توګه د هند په مقبوضه جمو او کشمير كښې په وګړو پرله پسې ظلم روان دے۔ده په اسلامي هېوادونو زور راوړو چې يو موټې كيدو سره د بشري حقونو د دې خلاف ورزيو په ضد غږ پورته كړي۔سردار اياز صادق د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې فلسطين او کشمير آزاد رياستونو جوړولو له د پاکستان د مستقل حمايت پخلے كولو عهد وكړو چې پاکستان به د دې مقصدو??و تر ترلاسه كيدو سياسي، سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي۔
د قامي اسمبلۍ سپيکر د عاشور ورځ په موقع د اتحاد اپيل، کشمير او فلسطين كښې د جارحيت غندنه
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ