اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د هېواد خراب صورتحال ښه والي لپاره اقتدار له راغلے ٬د پي ټي آئي مشرتابه ديانتدار دے او د قانون په سرلوړۍ باور لري او وزيراعظم عمران خان تل د دې مقصد لپاره كار كوي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چين?? سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت د ??پو??ېشن د چالونو څخه يره نه لري او د كوم خنډ نه بغېر به خپله آئيني موده پوره كوي۔ده ووئيل د ??پو??ېشن ګوندونه كله چې د پي ډي اېم تر سيوري لاندې يو موټے ؤ نو حكومت ته په كومه ستونزه راپېدا كولو كښې ناكام شوي وو٬اوس خو ??پو??ېشن ټوټې ټوټې دے او دا ??لق يو بل منلو ته چمتو نه دي۔ده ووئيل ??پو??ېشن ګوندونه په جمهوريت د خبرو كولو اخلاقي جواز نه لري٬دې خلكو تل امريت ته وده وركړې٬په دوي كښې څوك هم د خپل مشرتابه په وړاندې د خبرې كولو طاقت نه لري
د پي ټي آئي حكومت د هېواد خراب صورتحال ښه والي لپاره اقتدار له راغلے ۔د وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز نجي ټي وي چينل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار