پېنډي 12جولائی(اے پی پی)د بلوچستان په ژوب سيمه كښې ترهه ګرو سره په نښته كښې د پاك پوځ څلور ځوانان شهيدان او درې ترهه ګر وژل شوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې ترهه ګرو ژوب ګيريژن ته د ننوتلو هڅه كوله ۔ د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه د سختو ډزو په تبادله كښې 4 پوځي ځوانان شهيدان او درې ترهه ګر وژل شول۔ د ترهه ګرو لخوا د ډزو په تبادله كښې 5 امنيتي ځواكونه ژوبل شوي هم دي او د نورو دوه ترهه ګرو نيولو لپاره په سيمه كښې كليئرنس عمليات روان دي۔ امنيتي ځواكونه د بلوچستان امن تباه كولو هڅې ناكامه كولو عزم لري
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ