اسلام آباد19 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو د ع??وم?? اسمبلۍ 71مې غونډه كښې ګډون لپاره نيويارك ته رسېدلې دے ۔د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په درېم ځل د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس محمد نواز شريف ع??وم?? اسمبلۍ ته په څلورم ځل خطاب كوي۔ نيويارك كښې به وزيراعظم د ستمبر په 21مه نيټه كال 2016 كښې د ملګرو ملتونو ع??وم?? اسمبلۍ ته خپله وېنا كښې په ګڼ شمېر مهمو نړيوالو چارو د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔ وزيراعظم به د تېر كال پشان دا ځل هم د كشمير كشالې ته خاص پاملرنه كوي۔وزيراعظم به د كشميري زلمي برهان واني د ماروائے عدالت وژنې نه پس شخړيز كشمير كښې د بنيادي بشري حقونو خلاف ورزيو پلو د نړيوالو مشرانو پام ګرځوي۔ بيان كښې وئيلي شوې وزيراعظم به د مقبوضه كشمير كشالې هوارولو په حاجت هم ټېنګار كوي۔ وزيراعظم به نړيوالې ورورولۍ او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كوي چې د جمو كشمير اولس سره د خپلواكۍ حق لپاره شوي لوظونه دې تر سره كړې شي د كومو لوظ چې ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې كړے ٶ۔وزيراعظم به خپله وېنا كښې د سيمه ايز او نړيوال ا??ن او استحكام لپاره د پاكستان په هلو ځلو هم رڼا اچوي۔د نيويارك دورې په مهال به وزيراعظم نړيوال مشران د خوندي ٬ مستحكم او په معاشي توګه د پرمختګ كوٶنكي پاكستان نه هم خبروي۔بيان كښې وئي??ې شوې دې سره سره به وزيراعظم د قامي٬ سيمه ايز ا??ن او استحكام ٬ تند خوښۍ او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د وسله والو ځواكونو ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو ٬ د پوليس اهلكارو پشمول د اولس په لويو قربانيو هم رڼا اچوي۔ د ملګرو ملتونو ع??وم?? اسمبلۍ كښې د ګډون سره سره به وزيراعظم د برتانيې ٬ جاپان٬ نيوزي لېنډ٬ خپل همڅنګو٬ د تركيې اولس مشر د ملګرو ملتونو ع??وم?? سېكتر بان كي مون او د امريكې خارجه وزير جان كېري سره هم ملاقاتونه كوي۔ په دې موقع به وزراعظم د سعودي ولي عهد نائب وزيراعظم ٬د نيپال او رومانيه وزيراعظمانو پشمول ګڼ شمېر نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ وزيراعظم به د پاك چين اقتصادي لارې منصوبې پحقله د پاكستان او چين د سفارتي هلو ځلو نه هم نړيوال مشران خبروي۔ وزيراعظم نواز شريف به ع??وم?? اسمبلۍ ته خپله وېنا كښې د كډوالو په نړيواله مسئله د پاكستان د دريج سپيناوې او دې سره سره به وزيراعظم ?? يو اېس پاكسان بزنس كونسل تر سېوري لاندې دستورې ته هم وېنا كوي
وزيراعظم محمد نواز شريف به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته خپله وېنا كښې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو ته د نړيوالو لارښودو پام راګرځوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ