اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي مسلم ليګ(ن)او پيپلز پارټي د اولس د بنيادي ضروريات څخه د محرومۍ ذمه وار دي٬ د دواړو ګوندونو مشران د خپلو حكومتونو په مهال په مني لانډرنګ او بدعنوانو كښې ككړ پاتې شوي۔د شورو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئېل د خزانې پخوانې وزير اسحاق ډار ډالر ته مصنوعي اډاڼه وركړې وه او په حساب كتاب كښې په جعلسازۍ كښې ككړ پاتې شوے۔شبلي فراز ووئيل پيپلز پارټي چې د تېرو څو كلونو راهسې په سندھ كښې حكومت كوي هغوي د صوبو خلكو ته د ژوند بنيادي آسانۍ ورنه كړې٬خلك نن هم د بنيادي ضروريات څخه محروم دي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ