اسلام آباد 15جون (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد د نهې په ورځ د سېف سټي هېډكوارټرز دوره كړې او د وزيراعظم عمران خان دورې په اړه د انتظاماتو يې جاج اخستې۔ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې داخله وزير د اسلام آباد پوليسو آئي جي او نورو پوليس افسرانو ته د وزيراعظم دورې په اړه ضروري هدايات جاري كړل۔ د بيان له مخې وزيراعظم عمران خان به (نن) د شورو په ورځ د سيف سټي هېډكوارټرز دوره او د ايګل سكواډ پرانسته هم كوي۔ وزيراعظم عمران خان ته به د سېف سټي هېډكوارټرز اسلام آباد دورې پھ موقع داخله وزير شېخ رشيد احمد د سېف سټي پروژې پراختيا په اړه بريفنګ وركوي۔ ايګل سكواډ به په وفاقي پايه تخت كښې پټرولنګ كوي۔د اسلام آباد امنيت زياتولو لپاره په ايګل اسكواډ 30 كروړ لګښت راغلے
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک