هري پور17جنوری(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي سږ كال رېكارډ ټېكس جمع شوے٬زياتې شوې آبادۍ لپاره د روزګار موقعې وركول ډېر لويې چېلنج دے٬ د آئي ټي څانګې ته په پام كولو برآمدات هم زياتېدے شي او د روزګار موقعې هم رایپدا كېدے شي۔راتلونكے وخت د ټېكنالوجۍ دے٬د تعليم په څانګه كښې به سرمايه كاري كول وي٬د پي ټي آئي صوبائي حكومت د پروېز خټك په دور كښې زبردست كار كړے۔د ګل په ورځد سپېشل ټېكالوجي زون د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم عمران خان ووئيل دا زبردسته پروژه ده كومه چې پاكستان تحريك انصاف په خېبرپښتونخوا كښې د صوبائي حكومت پروېز خټك د وزيراعلٰی په دور كښې پېل كړې وه٬دا د ډاكټر عطاﺀ الرحمان پروژه وه۔وزيراعظم ووئيل د پي ټي آئي صوبائي حكومت هېلت كارډ هم جاري كړے ؤ ٬د وسائلو د كمي باوجود ټولو وګړو ته هېلت انشورنس وركول ډېر لويې اقدام دے٬ ده ووئېل زمونږ صوبائي حكومت د ځايې حكومتونو نظام٬ماحوليات او سېلګرۍ ته پام لرنه كړې۔وزيراظم ووئيل په هري پور كښې د پوهنتون جوړولو لپاره ډاكټر عطاﺀالرحمان بهر هېوادونو څخه هڅې كړي٬دې نه به راتلونكې نسلونه هم استفاده كوي۔وزيراعظم ووئيل هېواد په تعليمي ادارو او د تعليم په اعلٰی معيار جوړېږي٬د پوهنتونونو څخه د هېواد بېلو څانګو لپاره قيادت رامخې ته كېږي٬اروپاﺀ د ښو تعليمي ادارو په سبب پرمختګ كړے٬تېرو حكومتونو د تعليم په څانګه كښې كار نه دے كړے۔وزيراعظم ووئيل سباؤن د ټېكنالوجۍ دے٬سپېشل ټېكنالوجي زون ټول ايكو سسټم دے٬دې سره به زمونږ په ټولنه ښه اثرات مرتب شي٬ ده ووئېل د پاكستان لويه آبادي په ځوانانو مشتمل ده٬د ځوانانو د شمېرې په لحاظ سره پاكستان د نړۍ دوهم لويې هېواد دے دغسې چې مونږ په تعليم كښې څومره زياته سرمايه كاري وكړو دومره زمونږ د هېواد لپاره ګټوره ده ۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د آئي ټي برآمدات زيات شوي ٬ په دې كښې د لا زياوالي هيله ده۔په دې څانګه كښې بې شمېره موقعې موجود دي٬د آئي ټي څانګې ته پام لرنې سره برآمدات هم زياتېدے شي او د روزګار موقعې هم۔وزيراعظم د خېبرپښتونخوا حكومت ته په دې پروژه مباركي وركره۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان٬صوبائي وزير عاطف خان٬ډاكټر عطاﺀ الرحمان او نور هم موجود وو۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان د سپیشل ټېكنالوجي زون د بنياد تيګه كېښوده۔
سږ كال رېكارډ ټېكس جمع شوے٬د آئي ټي څانګې ته په پام كولو برآمدات هم زياتېدے شي او د روزګار موقعې هم رایپدا كېدے شي۔ د وزيراعظم عمران خان د سپېشل ټېكنالوجي زون د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب