اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي اېف بي آر ټريك اينډ ټرېس سسټم سره به قامي آمدن زيات شي ،معېشت ډیجیټائز کولو او جعل سازۍ ختمولو له به مرسته تر لاسه شي۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزیراعظم ووئيل نور هم ښه خبرونه رامخې ته كيږي ،فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) په کامیابۍ سره ټريك اينډ ټرېس سسټنم لانچ کړے ،دې سره به قامی آمدن زيات شي او معېشت ډیجیټائز کولو او جعل سازۍ ختمولو له به مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل دا ټول اقدامات د جامع او سپيځلي ګورننس پلو پیش قدمي ده
مضمون کا ماخذ : بونانزا