اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې مسلم ليګ (ن) چې كله هم اقتدار كښې راغلے قامي پرمختګ تل د دوي پېژندګلو جوړ شوې، د هېواد د تېر پرمختګ په 40 كلن تاريخ كه نظر واچولې شي نو د كراچۍ نه تر پېښور په ټولو لويو منصوبو زمونږ د قائد نواز شريف او د مسلم ليګ (ن) مهر لګېدلے دے٬ كه ھغه موټروېز وي٬ پوهنتونونه وي٬ پاليسي فرېم ورك٬ د توان او كه د سي پېك غوندې لوے منصوبې دي۔ دا خبره ده د مسلم ليګ نون خېبرپښتونخوا کنونشن ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ورياد كړل چې مسلم ليګ نون خپل تېر دور 18-2013 په مهال هېواد د 18 ساعته لوډشېډنګ او دې سره سره د ترهګرۍ نه خلاص كړې او د نواز شريف په متحرك قيادت كښې معاشي حالات كښې بهتري باوري كړې شوې وه۔ ده ووئيل د بده مرغه په كال 2017 كښې د پرمختګ دا سفر د سازش له مخې ايسار كړې شو او په كال 2018 كښې د ټګۍ د لارې په انتخاباتو كښې نااهل عمران خان ته حکومت وسپارلې شو، په كال 2018 كښې عمران خان په اقتدار كښې راوستل د 1971 د پېښې نه كم نه ٶ٬ كله چې پاكستان مات شو او پاكستان په جغرافيائي توګه اړي ګړي سره مخ شو٬ د عمران خان حکومت قامي معيشت په وړو وړو ټكړو كښې ووېشلو چې ورسره زمونږ د پاكستان خپلواكۍ ته سختې خطرې رامخې ته شوې۔ احسن اقبال ووئيل تحريك انصاف په څلور كلن حكومتي موده كښې د هېواد د مجموعي قرضو اتيا فيصده نور قرض اخستې او نن دا 6900 اربه روپۍ د محصول په مقابل كښې 7500 اربه روپۍ لګ بهګ دے۔ ده ووئيل د شك نه غېر چې موجوده حكومت ته اقتدار ترلاسه شو نو هېواد سخت وخت څخه تېرېدو خو زيرك لائحې د لارې معاملے اوس په سم لور روانې دي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې اولس به په راتلونكې ټاكنو كښې پاکستان مسلم ليګ (ن) په حق كښې ووټ وركړي او زمونږ ګوند به يو ځل بيا هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لور روان كړي
مسلم ليګ (ن) چې كله هم اقتدار كښې راغلے قامي پرمختګ تل د دوي پېژندګلو جوړ شوې٬ په كال 2018 كښې عمران خان په اقتدار كښې راوستل د 1971 د پېښې نه كم نه ٶ۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د مسلم ليګ (ن) خېبرپښتونخوا کنونشن ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب