اسلام آباد۔23جون(اے پی پی)داخله وزير شېخ رشيد احمد آزاد كشمير كښی د ټاكنو په مهال امنيت ټينګولو له د رېنجرز خذمات ترلاسه كولو په اړه درخواست منظور كړے۔ د شورؤ په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ته د آزاد كشمير چيف الېكشن كمشنر لخوا په ليكلي شوي خط كښې امنيت لپاره د رېنجرز تعينات كولو درخواست شوے ؤ۔ داخله وزير درخواست قبلولو سره د رېنجرز د تعيناتۍ منظوري وركړې۔ د بيان له مخې د جولائي په 25 مه نېټه آزاد كشمير كښې كېدونكو ټاكنو كښې به رېنجرز امنيت باوري كولو له خپل كردار ترسره كوي
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔