اسلام آباد 16دسمبر (اے پي پي)د پېښور په آرمي پبلك سکول كښې په 16 دسمبر 2014 د رامخې ته شوې پېښې 7 كاله شوي، دې پېښې ټول قام يو موټے كړے او مونږ من حيث القوم دا لوظ كړے چې په پاکستان كښې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ او جنونيت کوم ځاے نشته۔د اے پي اېس پېښې نه پس رامخې ته شوو پېښو ثابت کړې چې ژوندې قامونه په ??يلنجز كښې په بريا مخ په وړاندې ځي ۔ مبصرين او تجزيه کارو له مخې دا ډيره لويه پېښه وه خو پاکستاني قام او پوځ د دغسې ټولو چيلنجونو ??ې په كومه مړانه مقابله کړې هغه يو ښكاره مثال دے،د پاکستاني قام او ادارو عزم د دې چيلنجونو ??خه لوړ ؤ۔ ټول قام د پاکستان امنيتي ادارو سره په ??ډه يو داسې عمليات پيل كړي چې هدف ئې يو داسې پاکستان ؤ كوم كښې چې رياست د طاقت د استعمال حق لري۔ د 86 زره څخه زياتو قربانو په نتيجه كښې نن مونږ په هغه ځاے ولاړ يو چرته چې د پاکستان په ??وټ ګوټ كښې د رياست عملداري ده۔ دا ډيره لرې خبره نه ده كله چې 2007 او 2008 كښې قبائلي سيمو كښې د رياست عملداري نه وه۔ نن قبائلي سيمې د رياست ِ پاکستان برخه دي او د رياست عملداري په ټولو سيمو كښې قائم ده۔دې لپاره قام او پوځ يو لوي جنګ ګټلے ۔ وزيراعظم عمران خان د آرمي پبلك سکول پ??ښور پېښې په 7 كاله پوره كيدو خپل پيغام كښې وئيلي ” نن ور?? ټول پاكستاني قام ته د هغه پېښې يادګېرنه كوي كله چې بزدل دښمن زمونږ د قام په سباؤن ،بې ګناه ماشومانو بريد كولو كښې هغوي شهيدان كړل ۔نن ور?? د آرمي پبلك سکول د هغه مېړنو استاذانو يادګېرنه راكوي كومو چې د خپلو زدكوونكو حفاظت لپاره د ډښمن په وړاندې لكه د دېوال ولاړ وو او قربانۍ ئې وركړې۔ وخت ثابت کړې چې بے شكه د ترهه ګرۍ كوم مذهب يا قام نه وي،د دې په شا هغه ناوړه سوچ وي كوم چې خپل ناپاك سياسي عزائم پورا کولو لپاره بې ګناه ماشومان هم استعمالوي۔د آرمي پبلك سکول د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔
د پېښور آرمي پبلك سکول په 16 دسمبر 2014 د رامخې ته شوې پېښې 7 كاله پوره شول
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات