اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان عوامي ريليف پېكج د اپوزيشن خوب ورك كړے، ن ليګ د اولس په ريليف خفه ښكاري ، د پخواني وزيراعظم په توګه بايد شاهد خاقان عباسي د عمران خان د اقدام ستائنه كړې وه خو اخلاقيات او ن ليګ دوه جلا جلا څيزونه دي. د شاهد خاقان عباسي د خبري كانفرنس په غبرګون كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د اولس په ريليف ن ليګ خفه دے، د ن ليګ اصل اېجنډا څه ده؟ فرخ حبيب ووئيل نن مونږ د ن ليګ او پيپلز پارټي د كرپشن ، لوټ كار او د ادارو تباه كولو نتيجو سره مخ يو. د كرنټ اكاٶنټ خسارې ذمه وار ن ليګ دے، زمونږ په هڅو دا كمه شوې،ده ووئېل اسحاق ډار د ډالر مصنوعي كيپنګ كړے. ده ووئيل پيكا قانون ن ليګ جوړ كړے. اوسني حكومت خو يوازې سزاګانې واضحه كړي. ده ووئيل د پاكستان د تاريخ تر ټولو كرپټ خلق د ن ليګ برخه دي، كه په سياست كښې څوك د بل اوګو ته ضرورت لري نو هغه نواز شريف او شهباز شريف دي. در په در د ګرځېدونكي اپوزيشن يو خواهش دے چې دوي څنګه اېن آر او ترلاسه كړي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به ټول غله انجام ته رسوي
د وزيراعظم عمران خان عوامي ريليف پېكج د اپوزيشن خوب ورك كړے، ن ليګ د اولس په ريليف خفه ښكاري . د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د شاهد خاقان عباسي په خبري كانفرنس غبرګون
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں