اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) پاكستانې اولس نن د پاكستان ورځ د دې عهد پخلي سره لمانځي چې هېواد به د قائد اعظم محمد علي جناح د نظريې لمخې په يو حقيقي اسلامي فلاحي رياست كښې بدلولې شي او د دې پرمختګ ٬ سوكالي او دفاع به باوري كولې شي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې دا ورځ په 23 مارچ 1940 د منظور شوي قرارداد لاهور په ياد كښې لمانځې شي د كوم له مخې چې د نيمې اوچې مسلمانانو ځان لپاره د يو جلا وطن غوښتنه كړې وه۔ په وفاقي پلازمينه كښې د ورځې پېل د 31 او په صوبائي پلازمينو كښې د 21 توپو سلامۍ څخه وشو۔ په جوماتونو كښې د سهار لمونځ څخه وروستو د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره خصوصي دعاګانې وكړې شوې۔ په رېډيو پاكستان ٬ پي ټي وي او نورو چېنلو د دې ورځې اهميت په ډاګه كولو او د تحريك آزادۍ لارښودو او كارمندانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له خصوصي پروګرامونه خپرولې شي۔
نن د پاكستان ورځ ملي جوش او جذبې سره لمانځلې شي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ