اسلام آباد 06 نومبر(اے پي پي) لوك مېله به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ پاې ته رسي. د ميلې د ايوارډ تقسيم دستوره به د اتوار په ورځ ماښام په اووه بجې د اسلام آباد شكرپړيا په اوپن ايئر تهېټر كښې كېږي چې پكښې به په مېله كښې شاملو ماهر دستكارو او لوك هنرمندانو ته د دوي د فن په اعلٰی كاركردګۍ نغد ايواډرونه وركولې شي. د تېرو څو ورځو نه په روانه لوك مېله كښې د ټولو صوبو كلتور د جلا جلا پوېلينز په صورت كښې په ډاګه كړې شو. په دې قومي لوك مېله كښې ملكي او غېر ملكي سياسي او حكومتي شخصياتو هم ګډون وكړو. د اسلام آباد او پېنډې په لويه شمېره زده كوونكو هم د مېلې نه خوند واخستو. دا مېله د تېرو څو لسيزو نه كېږي. د لوك مېله په وروستې ورځ د اتوار په ورځ به د لوك ورثه لخوا ميوزيكل نائټ كېږي. لوك مېله به د اتوار په ورځ د شپې تر 10 بجو پورې روانه وي.
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ