اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي مونږ له به دنيا او آخرت ښكلې جوړولو له د حضور اكرم ﷺ په زړه پورې اخلاق خپلول وي٬ لمونچ د مومن معراج دے ٬ په ننۍ ورځ مونږ حضور ﷺ سره وفا كولو له د خپل لوظ پخلې كوؤ ٬ په انساني تاريخ كښې تر ټولو مباركه ورځ د 12 ربیع الاول ورځ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ قومي رحمت للعالمين كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل 12 ربيع الاول په انساني تاريخ كښې تر ټولو مباركه ورځ ده٬ په دې ورځ دنيا د كوم ځائې نه كوم ځائې ته ورسېده۔ يو شمېر انقلابونه راغلل ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ ترقي وكړه خو مونږ ننۍ ورځ د هغې هستۍ په نوم لمانځو كوم چې د حضرت آمنه او حضرت عبد الله په كور كښې په ننۍ ورځ سهار تشريف راړوې ؤ۔ دغه مباركه لمحه او انوار مونږ هېرولې نه شؤ او نه ئې انسانيت هېرولې شي۔ هغه ووئيل لمونځ د مومن معراج دې خو د لمونځ حكم 40 كاله وروستو راغلې ؤ۔ د حضور اکرمﷺ صداقت، امانت او دیانت د ماشوموالي نه مشهور ؤ۔ هغه ووئيل مونږ له به دنيا او آخرت ښكلې كولو له د حضور اكرم ﷺ په زړه پورې اخلاقو عمل كول وي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا د رحمت للعالمين اتھارټي جوړول يو غوره ګام دې۔ وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم چې نن كوم كار كړې دې بايد 70 كاله مخكښې شوې ؤ۔ نور الحق قادري ووئيل زما سره هېڅ تعلق نه ؤ خو د نن نه څو كاله مخكښې ما وزيراعظم خپل سياسي لارښود منلو سره په سياست كښې برخه واخسته او نن دا محسوسوم چې زما پرېكړه سمه وه او دا ځكه چې عمران خان يو رښتونې عاشق رسول دے او دا ننۍ دستوره د دې خبرې عملي څرګندونه كوي۔ هغه ووئيل د نبي كريم ﷺ چې څوك غلام دے هم هغه زمونږ امام دے۔
مونږ له به دنيا او آخرت ښكلې جوړولو له د حضور اكرم ﷺ په زړه پورې اخلاق خپلول وي۔ د وفاقي وزير نور الحق قادري قومي رحمت للعالمين كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ