سكهر31 مئي (اے پي پي) وفاقي وزير سيد خورشيد شاه سره د واپډا هائيډرو يونين ريجنل سېكرټري شجاعت علي ګهمرو ملاقات كړې۔ شجاعت ګهمرو نوې ټاكلې شوي يونين عهديداران وفاقي وزيرسره معارفي كړل او دې يۍ خواري كښو ته د پېښو مسئلو او ستونزو په اړه خبر كړو۔ سيد خورشيد شاه ده ته د هر ممكنه مرستې باور وركړو۔وفاقي وزير سيد خورشيد شاه په دې موقع ووئيل چې دواپډا هائيډرو يونين صدر عبدالطيف نظاماني يو ښه لارښود دے۔ په دې موقع نوې ټاكلې شوي ريجنل جنرل سېكرټري شجاعت علي ګهمر وفاقي وزير ته د خواري كښو مسئلو او ستونزو په اړه تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل چې د اوسنۍ ګرانۍ په دور كښې د واپډا پينل روغتون ډېر ضرورې دې او په سيپكو كښې نوې بهرتۍ كول پكار دي دغسې چې په لائن مين د كار كوم اضافي بوج دې هغه كم شي۔سيد خورشيد شاه د ټولو مسئلو اورېدو نه پس نوې ټاكلي شوي ريجنل سېكرټري شجاعت علي ګهمر ته د خپل اړخه د هرې ممكنه مرستې باور وركړو
وفاقي وزير سيد خورشيد شاه سره د هائيډرو يونين پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن