اسلام آباد 16ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي د اروپائي ائتلاف او آسيان غوندې منطقه كښې رابطه كارۍ او تجارت ته وده وركول غواړو٬زمونږ مقصد سيمه ايز تجارت او رابطې زياتول دي۔د زيارت په ورځ پاكستان٬تاجكستان٬بزنس فورم ته په خپل خطاب كښې ده ووئيل زمونږ د بندرځايونو د لارې دې تجارت وكړے شي دغسې مونږ د تاجكستان زمكيزه لاره تجارت لپاره كارولې شو۔مونږ له د مسئلو ختمولو لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل ټېكسټائل٬فارماسيټيكل څانګو كښې جوائنټ وينچر جوړول غواړو۔نجي څانګه معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ ده ووئېل زه سوداګرو ته وائيم چې د مينځنۍ آسيا بازار ته راشي او ټولو كاروباري څانګو كښې موقعې ولټوي
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ