اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې په كراچۍ كښې په روانو پرمختيائي سكيمونو د كار رفتار تند كړئ دغسې چې خلقو ته د ښه خذمت وركړه باوري كړی شي۔ده دا سپارښتنه د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير سيد امين الحق ٬د قانون وفاقي وزير ډاكټر فروغ نسيم او د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي سره په خبرو كښې كړې چرته چې هغوي د نهې په ورځ هغه سره ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال په كراچۍ كښې د روانو بېلو پرمختيائي سكيمونو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې۔په دې مهال وزيراعظم ته د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وزارت كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې په كراچۍ كښې په روانو ټولو پرمختيائي سكيمونو دې كار تند كړے شي دغسې چې خلقو ته د ښه خذمت رسنه باوري كړې شي۔ده د ځوانانو لپاره د روزګار پراخه موقعو راپېدا كولو لپاره په هېواد ګښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ودې له د ټولو ممكنه اقداماتو هدايت هم وكړو
وزيراعظم عمران خان سيد امين الحق٬ډاكټر فروغ نسيم او سيد علي حېدر زيدي سره وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ