باغ 23 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په جي۔20 کنفرنس كښې ګډون نه كوٶنكو هېوادونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي هند په نړيواله مسلمه شخړيزه سيمه مقبوضه سرينګر كښې د کنفرنس د لارې خپل مقصد ترلاسه كولو كښې ناكامه راغلے ، کشميريانو مودي ته ستغ ځواب وركړے٬ هند دې د دا ډول ډرامې كولو په ځاے د ملګرو ملتګونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميريانو هيلو تر مخه د رائے شمېرو حق وركړي، تر څو چې هند د پنځم اګست كال 2019 يو اړخيزه اقدامات بېرته وانخلي مذاكرات نشي كېدے، تل به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو كښې دوي سره ولاړ يو، پاکستان امن پسند هېواد دے او هند په ترهګرۍ كښې ككړ دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په سرينګر كښې د جي-20 كنفرنس تابيا په ضد عظيمې او??سي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ بلاول بھټو زرداري وو??يل په دې اجتماع كښې د آزاد کشمير او پاکستان څخه د سياسي ګوندونو مشران ګډون كوي ٬ زه د دوي مننه كوم او په احتجاجي جلسه كښې د کشميريانو په لويه شمېر په ګډون كولو هم د دوي مننه كوم۔ خارجه وزير وو??يل ما په يو كال كښې په هر فورم د كشميريانو موثره غږ پورته كړے، کشميريانو سره د پېړو تعلق لرم او زه د خپلې كورنۍ درېم نسل يم څوك چې د كشميريانو نمائندګي كوي۔ ده ووېيل هند ګڼي چې مونږ به كشميريان هېر كړو٬ مونږ د شهيدانو وارثان يو، ټول ژوند مو د كشميريانو د هڅو ملګرتيا كرې٬ ده ووئېل ملګرو ملتونو ??پل?? قراردادونو كښې د كشمير مسئله او دا سيمه متنازعه تسليم كړې، کشميريانو ته د رائيئے حق وركولو نه غېر دا مسئله نشي هوارېدې ۔ ده وو??يل مونږ د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د رائے شمېرو٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو تحفظ او د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو چې مرسته كوو نو هند مونږ ترهګر ګرځوي، ده ووئېل مونږ ترهګرۍ ځپلې يو٬ مونږ ترهګر نه يو ترهګرۍ ځپلې يو او د شهيدانو نمائندګي كوٶ، كله چې مونږ مودي ته قاتل او قصاب وايو نو ھغه چغې وهي٬ كله چې هند ته آئينه وښودلې شوه نو هند په احتجاج شروع وكړه٬ د هند اصل څېره بې نقابه شوې ٬ ده ووئېل ھغوي د پاكستاني خارجه وزير د سر بيعه مقرر كړې آيا دا كار ترهګر كوي يا سياسي ګوندونه ٬ اصل ترهګر هند دے۔ ده وو??يل د كشميريانو په هلو ځلو د هند اصليت بې نقابه شوے ۔ ده وو??يل د جي-70 پلس چائنه او د او آئي سي د غونډو پشمول په هر فورم د كشميريانو غږ پورته كړې شوې ۔ ده وو??يل په اېس سي او كښې هند ته ښكاره لار نشو وركولې، پ?? دې كنفرنس كښې مو د ګډون په مهال هندي او??س او ميديا ته نېغ په نېغه حقائق ښودلي٬ دوي ته مو وو??يل چې كشميريانو او د مسلمانانو پحقله دوي ته دروغ وئيلي كېږي، ده ووئېل مونږ ترهګر نه يو٬ امن پسند يو او امن غواړو، پ?? سمجھوته اېکسپرېس بريد او په ګجرات كښې ترهګري خپرونكي ترهګر دي ٬ په هند كښې شدت پسند تنظيمونو د مسلمانانو پشمول په اقليتونو او په دلت ژوند حرام كړے ۔ده وو??يل هند دې ترهګري پرېږدي نو مونږ ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو له تيار يو، مونږ د کشمير ترقي او خوشحالي غواړو۔ ده وو??يل په مقبوضه کشمير كښې د نهه لكه هندي عسكرو په موجودګۍ كښې به سېلګري څنګه وده وكړي، مقبوضه کشمير زندان جوړ كړے شوے ، كه هند له دلته سېلګرۍ ته وده وركول وي نو كشميريانو ته دې د رائے شمېرو حق وركړي ٬ ده وو??يل کشميريان به د آزادۍ ??پل?? هلو ځلو كښې كاميابيږي٬ د نړۍ يو طاقت ٬ هر ظلم او چالونه د دوي د آزادئ لاره نشي نيولې٬ ھغه ورځ لرې نه ده چې كشميريان به د رائے شمېرو د لارې د آزادۍ خپل حق ترلاسه كړي، دوي به د ټوپك٬ دهشت او د طاقت په زور نه بلكې په جمهوري ډول د رائے شمېرو خپل حق ترلاسه كوي۔ ده وو??يل تش په نامه جمهوري هېواد هند كشميريانو ته د رائے شمېرو د حق وركولو نه ېرېږي۔ ده وو??يل د ھغه هېوادونو مننه كوم چا چې د ملګرو ملتونو تسليم شوو قراردادونو له مخې اصولي موقف په ??پل??لو د سرينګر په متنازعه سيمه كښې د جي۔20 سېلګرۍ په كنفرنس كښې ګډون نه دې كړے٬ د چين٬ تركيه او سعودي عرب مننه كوم چا چې د مودي بلنه مسترد كړې او كوم هېوادونه چې په دې كنفرنس كښې ګډون كوي ھغوي هم لږ نمائندګان رالېږي دي او په احتجاجي توګه په دې كښې شريك شوې دي۔ ده وو??يل د دې كنفرنس تابيا د لارې د هند مقصد ترسره شوے نه دے٬ ه??د نړۍ ته دا ښودل غوښتل چې په مقبوضه كشمير كښې حالات د معمول له مخې دي خو په ناكام كنفرنس ئې اصل څېره بې نقابه شوې ۔ د دې نه وړاندې باغ ته په رسېدو د خارجه وزير تود هركلے وكړے شو
هند په نړيواله شخړيزه سيمه مقبوضه سرينګر كښې د کنفرنس د لارې خپل مقصد ترلاسه كولو كښې ناكامه راغلے۔ د خارجه وزير بلاول بهټو په سرينګر كښې د جي-20 كنفرنس تابيا په ضد اولسي اجتماع ته وېنا
Super Golf Course Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن