اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې وفاقي حكومت زيات شمېر ځوانان په خپلو پښو اودرولو له په پراخا كچه اقدامات كو?? چې مقصد يۍ ځوانانو ته په بېلو څانګو كښې د خپلو صلاحيتونو كارولو موقعه وركول دي۔ د وزيراعظم د وژن له مخې وفاقی حکومت ځوان كو?? لپاره د 15 میګا پروګرامز پرانستې سره ??زی??اعظم یوتھ ډوېلپمنټ انېشېټوز پېل كړې دي۔ د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام (یو اېن ډی پی) رپورټ له مخې دا مهال د هېواد د 64 فيصده وګړو عمر 30 كالو څخه كم دے او د 29 فيصده پاكستاني وګړو عمرونه د 15 او 29 كلونو ترمينځ دي۔ پاكستان د تېر وخت په مقابله كښې اوس زيات ځوانان لري او تر كال 2050 دې كښې د لا زياتوالي پېشګوئي شوې ده۔ دا اهم عنصر نظر كښې نيولو سره وفاقی حکومت ځوانان په خپلو پښو ودرولو له د 150 ارب روپو ??زی??اعظم یوتھ ډوېلپمنټ پېکج پېل كړو۔ په دې كښې خپلواكه نوجوان انټرن شپ پروګرام، ??زی??اعظم یوتھ لېپ ټاپ پروګرام، د بلوچستان او پخوانۍ فاټا زده كوؤنكو لپاره 5000 وظيفې ، نېشنل ټاپ ټېلنټ سکالرشپ پروګرام، سیرت چیئرز جوړول، د پاکستان په كم پرمختګ كړې ضلعو كښې د سركاري پوهنتونونو ذېلي څانګې جوړول٬ یوتھ سکلز ټرېننګ پروګرام، ینګ ډویلپمنټ فیلوشپ پروګرام، سېنټرز آف اېکسېلېنس، پاکستان انوویشن فنډ ینګ ډویلپمنټ لیډر ایوارډ، د پاکستان د 20 وروستې پاتې ضلعو پرمختګ لپاره خصوصي پرمختيائي سكيم ٬ ګرد هېواد كښې ینګ پیس اینډ ډوېلپمنټ ??ور?? او 250 منی سپورټس کمپلېکس جوړول شامل دي۔ دغسې په لويه كچه ځوانان فعاله كو??و له د وزيراعظم لخوا پی ایم یوتھ بزنس او ایګری لون سکیم هم پېل كړے شوے دے۔ د دې اقدام مقصد د 15 کمرشل، اسلامی او اېس اېم ای بېنکونو د لارې ځوانانو ته قرضې وركول دي۔ د سكيم لاندې دا قرضې په درې درجو كښې وېشلې شوي دي۔ 21 كاله څخه تر د 45 كالو وګړي به د دې سكيم د لاندې تر 75 لکه روپۍ قرض اخستې شي۔ د آئی ټی او ای کامرس کاروبار لپاره د عمر حد 18 كاله دے۔ وزيراعظم د پرانستې دستوره كښې خپلو څرګندونو كښې وئيلي چې د پخواني وزير اعظم نواز شريف په دور كښې هم په وفاقي كچه دا پروګرام پېل كړے شوے وو او 54000 ځوانانو ته 75 اربه روپۍ وركړې شوې وې چې ورسره ځوانانو سره سره د هېواد معيشت ته هم ګټه وشوه۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د مسلم ليګ نون حكومت ځوانانو ته 40 اربه روپۍ وركړې او د دې د وصولۍ تناسب 90 فيصده وو۔ د نواز شریف په مشرۍ كښې حكومت ځوانانو ته د 15 ارب روپو لېپ ټاپ جاري كړل۔ ??زی?? اعظم د اسكيم پرانسته كو??و سره د دې هم حواله وركړې۔ د صلاحيت لرونكو ځوانانو لپاره د وزيراعظم لخوا پېل كړې شوې دويمه موقعه د ”انووېشن هب” پروګرام وه۔ دا يو نوے پروګرام دے كو?? چې په هېواد او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني پوهانو څخه مشاورت كو??و او د هغوي مرسته ترلاسه كو??و له پېل كړې شوې وو۔ دا د ??زی??اعظم د هغې عزم عكاسي كو?? چې هغه به په ذاتي توګه نوې پېل كړې شوې انووېشن هب ته وده وركړي او د حكومت په ټولو وزارتونو كښې به صلاحيت لرونكو ځوانانو لپاره خصوصي سېل جوړ كړي دغسې چې قومي پالېسي جوړولو له په خپل اختراعي آئيډيا كار كو??و كښې د ځوانانو ډاډګيرنه وكړې شي۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي حكومت ځوانان په خپلو پښو اودرولو له اقدامات٬ د ليپ ټاپ ٬ انټرن شب او يوتھ لون سكيم په شمول په يو شمير پروګرامونو عملدرآمد جاري
Get Hawaii APP Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ