جنېوا ۔10جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي د ریزیلیئنټ پاکستان نړيوال كنفرنس په كاميابۍ خپلې ډلې له مباركي وركوم٬ د نړۍ لخوا د 9 اربه ډالرو مرستې اعلان يوه تاريخي كاميابي ده كومه چې ستاسو د ايماندارۍ ٬ جذبې او د خپلو مقاصدو لپاره د جامع هڅو نتيجه ده٬ دا ورځ د پاكستان حكومت او د 22 كروړه اولس لپاره تاريخي اهميت لري٬ په جنېوا كنفرنس كښې نړيوالې ورورولۍ پاكستان سره د بشپړه يووالي څرګندونه وكړه٬ په جنېوا كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكې پلاوي ټولو غړو او د سفارتي مشن د خوارۍ له امله نړۍ مونږ سره اودرېده ٬ دا اعلانونه او لوظونه عملي كول يو مهم پړاؤ دے٬ دې لپاره به تكنيكي همكاري او ټولې وسيلې كارولې شي او هم په دې جذبه به پاكستان ستونزو څخه رابهر كوؤ۔ د نهې په ورځ ??زي??اعظم شهباز شريف په جنېوا كښې د پاكستاني پلاوي غړو او چارواكو سره خبرو كښې ووئيل پلاوي سره راغلو غړو او دلته خذمات ترسره كوؤنكو چارواكو ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل په ځينو وختونو كښې ما دا محسوسوله چې هسې نه مونږ پاتې راش??و خو د لوي څښتن شكر دے د شپې او ورځې خوارۍ په نتيجه كښې يو داسې كنفرنس وشو او نړۍ وليدل چې د 9 اربه ډالرو مرستې اعلانونه وكړے شول۔ دا يوه تاريخي كاميابي ده٬ دا ستاسو د ايماندارۍ او د خپلو نېكو مقاصدو لپاره د خوارۍ او ستړو نتيجه ده۔ ده ووئيل تېره ورځ دا نه يواځې د پاكستان حكومت بلكې د 22 كروړه اولس لپاره يوه تاريخي ورځ وه چې په كوم ډول پاكستانۍ ډلې د خپل اولس بهترۍ او د مسئلو حل لپاره دا كاز سر ته ورسولو۔ ??زي??اعظم شهباز شريف ووئيل مونږ د صوبو هم ډاډګيرنه كړې چې هغوي مونږ سره په دې كنفرنس كښې ګډون وكړي ۔ ده ووئيل خ??رج?? ??زي?? بلاول بھټو زرداري او د هغه ډلې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي ٬ خ??رج?? وزارت د نړۍ پام د سېلاب ځپليو مسئلو پلو ګرځولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ د خزانې ??زي?? اسحاق ډار ٬ د اقتصادي چارو وفاقي ??زي?? اياز صادق ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي ??زي?? احسن اقبال ٬ د ماحولياتي بدلون ??زي??ې شېري رحمان او د اطلاعات وفاقي ??زي??ې مريم اورنګزېب په زړه پورې هڅې كړي ۔ده ووئېل د اطلاعات ??زي??ې د نړۍ په سكرينونو ستاسو ټولو هڅې او ستړې رامخې ته كړې۔ د خ??رج?? چارو ??زي?? زياته خواري كړې٬ خ??رج?? سېكرټري ٬ سفيرانو او نورو سفارتكار شپه او ورځ محنت كړے۔ زه ستاسو ټولو د پاكستاني اولس او حكومت لخوا د زړه له كومي مننه كوم۔ ده ووئيل دا اعلانونه او لوظونه عملي كول يو مهم پړاؤ دے٬ دې لپاره به تكنيكي همكاري او ټولې وسيلې كارولې شي۔ ده ووئيل د ځينو هېوادونو لخوا اعلانونه زمونږ لپاره زيات حېرانونكي وو ٬ د هغوي مننه كوؤ ٬ د لوي څښتن په مرسته به دا چارې مخ په وړاندې بوتللې دي
د ریزیلیئنټ پاکستان نړيوال كنفرنس په كاميابۍ خپلې ډلې له مباركي وركوم٬ د وزيراعظم د پاكستان پلاوي غړو سره خبرې
Virtual Football League APP game download
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado