APP33-230822
ISLAMABAD: August 23 - Federal Minister for Housing & Works, Maulana Abdul Wasay addressing during the inauguration ceremony of Development works of the Sky Gardens housing project of the FGEHA at project site Mouza Kathar Tehsil Murree. APP Photo by Saleem Rana
اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)د هاؤسنګ او تعميرات وفاقي وزير مولانا عبدالواسع وئېلي دي سركاري ملازمانو ته خپل كور وركولو ته رياست وړومبۍ پام ل??ن?? كوي ٬د ګرانۍ په دې دور كښې د خپل كور خوب پور?? كولو لپاره حكومت هلې ځلې كوي٬د جمهوريت بقاﺀ او د اولس خذمت لپار هڅې كوو٬د اولس د خذمت سفر به دوامداره ساتلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نهې په ورځ د وفاقي سركاري ملازمانو د استوګنې پروژې بهاره كهو هاؤسنګ سكيم ګرين اينكليوII (سكائي ګارډنز)پرمختيائي كارونو پرانستې په موقع دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په دې موقع په دستوره كښې د هاؤسنګ او تعميرات د سېنېټ قائمه كمېټۍ مشر سېنېټر هدايت الله خان٬اېم اېن اے مولانا كمال الدين٬د هاؤسنګ وفاقي سېكرټري افتخار علي شلواني٬د فېډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن اتهارټي ډائرېكتر جنرل طارق رشيد٬د جوائنټ وينچر سكائي ګارډنز چيئرمېن حاجي اسماعيل او د هاؤسنګ وزارت او نورو ذيلي ادارو اعلٰی چارواكو سره سره د الاټيز لويه شمېره هم موجود وه۔د هاؤسنګ او تعميرات وفاقي وزير مولانا عبدالواسع ووئېل وفاقي حكومت د استوګنو په پروژو كښې وكيلانو٬خبريالانو٬د پارليمان غړو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو عامو وګړو لپاره ب?? كوټه بېلولې شي٬د اولس د ښېګړی ټولو پروژو زر بشپړولو لپاره به په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان په بار اېسوسي اېشن پراجېكټ كښې ولاړ خنډان لرې كړے شوي او هغه اوس فعاله كړے شوے٬د سكائي ګارډنز هاؤسنګ پروژې الاټيز هم د ډېرې مودې څخه په انتظار وو خو اوس پرمختيائي كارونه پیل شوي او اوس به ډېر زر ډويلپيډ پلاټس الاټيز ته وركړے شي۔ده ووئيل حكومت د اولس خېرښېګړی ټولو پروژو بشپړولو لپاره عزم ل??ي٬سكائي ګارډنز پراجېكټ نزدې 6 كاله پس فعاله شوے۔د دې نه پس د فېډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن اتهارټي ډائرېكتر جنرل طارق رشيد د بهاره كهو هاؤسنګ سكيم ګرين اينكليوII (سكائي ګارډنز)په اړه بريفنګ كښې ووئيل د فېډرل ګورنمنټ دې فليګ شپ پراجېكټ كښې د جوائنټ وينچر په بنياد كار روان دے چې پكښې د سركاري ملازمينو لپاره 70 فيصد او د نجي څانګو لپاره 30 فيصد كوټه اېښودلې شوې۔د دې پراجېكټ تر ټولو لويې خصوصيت دا دے چې د دې پروژې د زمكې په اخستو كښې د حكومت كوم سركاري فنډنګ نشته بلكې په سركاري كچه به د دې پروژې يواځې ډوېلپمنټ كولے شي