اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي تر كال 2030 د پاكستان څخه د هيپاټائټس ختمولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقد??ما?? كوو٬ د هر يو كس به وړيا ويكسين او علاج باوري كولې شي٬د هيپاټائټس نړيوالې ورځې په اړه په خپل پېغام كښې وزيراعظم اولس ته خواست وكړو چې د هيپاټائټس څخه ځان ساتلو لپاره حفاظتي اقد??ما?? وكړې ۔ويكسين نېشن او سكرينګ ټېسټ وكړې ۔د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له ??خې وزيراعظم ووئيل هر كال په ټوله ??ړۍ كښې د هېپاټائټس نړيواله ??رځ د دې رنځ په اړه خبرتيا خپرولو لپاره لمانځلې كېږي۔هېپاټائټس يو مهلك رنځ دے چې د له امله ??ې هر كال په نړۍ كښې نزدې 10 لكه خلق خپل ژوند د لاسه وركوي۔ ده ووئېل د يوې اوسنۍ اندازې له ??خې په هر 13 بالغه پاكستانيانو كښې يو كس د هېپټائټس په رنځ اخته دے او 86 فيصده رنځوران سره د ناروغتيا بې خبره پاتې دي۔د 90 لكه پاكستانيانو په دې رنځ اخته كېدل د كوم خطر نه ??م نه دي۔كه مونږ د هېپاټائټس نه بچ كېدو لپاره په وخت اقد??ما?? ونه كړل او خبرتيا مو پېدا نه كړه نو دا شمېره تر خطرناك حد زياتېدل ممكنه ده۔وزيراعظم ووئيل د هېپاټائتس غوندې خاموش قاتل رنځ د كوم ظاهري علامت نه بغېر په 15 ٬ 20 كلونو كښې ورو ورو ځيګر ختموي او د سيروسيز او د ځيګر د كينسر سبب جوړېږي۔ده ووئيل تر كال 2030م د پاكستان څخه هېپاټائټس د ختمولو هدف تر مخه اوسنے حكومت په دې لړ كښې په بېړنۍ توګه اقد??ما?? كوي٬حكومت پريكړه كړې چې په ځايې كچه هر كس ته به د هيپاټائټس علاج او واكسين باوري كولې شي۔ وزيراعظم اولس ته خواست وكړو چې د ځان او د خپلې كو??نۍ حفاظت لپاره په انفرادي كچه د حفاظتي اقد??ما??و خيال وساتې ۔ ده ووئېل ويكسينېشن او سكريننګ ټېسټ وكړې ٬مېډيا ته هم خواست دے چې د هېپاټائټس خبرتيا په اړه خپل كليدي كردار ادا كړي
تر كال 2030 د پاكستان څخه د هيپاټائټس ختمولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په اړه پیغام
First person lightning blackjack integrity platform
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی