له ميرټ او سپيځلتيا پرته كومه هم څانګه كښې پرمختګ ممكن نه دے٬ ډېر زر به د لوبو په ميدان كښې له لاسه وركړے شوے مقام بيا ترلاسه كړؤ: وزيراعظم شهباز شريف
Fortune Tiger Credit Entertainment Entrance
APP26-050824
LAHORE: August 05 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses the groundbreaking ceremony of revamping of Gaddafi Stadium. APP/MAF/TZD
لاهور 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې له ميرټ او سپيځلتيا پرته په كومه هم څانګه كښې پرمختګ ممكن نه دے٬ د كركټ مېدانونه په عصري ډول روانولو ته اړتيا ده٬ حكومت د لو??و ودې لپاره ??ول وسائل كاروي٬ د كركټ يا هاكۍ لو??ې ځلنده يادونه يو ځل بيا تازه كول پكار دي٬ مينه والو د لو??و ښه والي سره ډېرې هيلې تړلې دي٬ډېر زر به د لو??و په مېدان كښې له لاسه وركړې شوے مقام ترلاسه كړؤ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د لاهور قذافي اسټېډيم د تعمير نو بنياد تيګې اېښودو په اړه راجوړ كړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع داخله وزير او د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ٬د پنجاب اسمبلۍ سپيكر احمد خان٬سينئر صوبائي وزيره ??ريم اورنګزېب او نور هم موجود وو۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د لو??و ودې لپاره ??ول ممكنه ګامونه پورته كوو٬زمونږ په ځوانانو كښې ډېر ټېلنټ دے٬ خواهش لرؤ چې مونږ په لو??و كښې له لاسه وركړے شوے مقام بيا ترلاسه كړؤ۔ ده ووئيل چې له مېرټ پرته كومه هم څانګه كښې پرمختګ ممكن نه دے٬په ټولو څانګو كښې د سپيځلتيا ودې ته ودې وركولو لپاره اقدامات كوو٬ډېر زر به د بحرانونو څخه ووځو۔ شهباز شريف د تېر وخت حواله وركولو سره ??وئيل چې د 50 نه تر 80 لسيزې د لو??و په مېدان كښې زمونږ ډلې كاميابۍ سره ??خ په ور??ندې روانې وې ٬خو د بده مرغه سفارشي كلتور د لو??و پشمول نورو څانګو ته زيان رسولې۔ ده ووئيل چې د كركټ مېدانونو په عصري ډول راونولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په دې خوشحاله شوے يم چې د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د قذافي اسټېډيم رغونې او انفراسټركچر په جديد بنيادونو تعمير كولو قدم پورته كړې٬ د نزدې ماضي پشان به دا پروژه هم ډېر زر بشپړ كړؤ۔ وزيراعظم شهباز شريف محسن نقوي مخاطب كولو سره ??وئيل چې څنګه تاسو د قذافي اسټېډيم تعمير نو كوۍ دغسې د قومي ډلې تشكيل نو وكړۍ٬كركټ ته دې هم بشپړه پام وكړے شي٬ميرټ دې باوري كړې شي٬د كركټ ډلې تشكيل نو به يوه لويه كاميابي وي۔ده ووئيل چې په ډله كښې د لو??غاړو په انتخاب كښې كوم سفارش بايد ونه منلې شي تر دې كه وزيراعظم هم تاسو ته سفارش وكړي٬تاسو له ميرټ ته ترجيح وركول دي٬ځكه چې د سفارشي كلتور خاتمې سره د كركټ٬ هاكۍ پشمول نورو لو??و كښې د هېواد نامه بيا روښانه كېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې كله يوه لو??ډله مېدان ته كوزېږي نو د دوي په شا د مېندو٬خوېندو او وروڼو بلكې د ټول قوم دعاګانې وي٬ د مينه والو هيلې په لو??و كښې ښه والي سره تړلي دي۔ ده ووئيل هيله لرم چې كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به ډېر زر د لو??و په مېدان كښې له لاسه وركړے خپل مقام يو وارې بيا ترلاسه كړؤ۔